د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

اروپايي ټولنه: هرکله چې سوله باوري شي بهرني ځواکونه به له افغانستانه ووځي


په افغانستان کې د اروپايي ټولنې مسوولین وايي، هرکله چې په دې هېواد کې سوله باوري شي، بهرني ځواکونه به ترې ووځي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري میاودون وايي، له افغانستانه بهرني ځواکونه په دې شرط وځي چې په دې هېواد کې رښتینې سوله تأمین شي.

ښاغلی پیري میاودون وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هڅې د پام وړ دي، خو بریالتیوب یې وخت ته ضرورت لري.

پیري میاودون د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۹» په کابل کې خبریالاتو ته وویل، له افغانستانه به د دوی د ځواکونو د وتلو ځانګړتیا، له طالبانو سره د سولې په توافق نامه کې څرګنده شي.

دی وايي:

"کوم ځواکونه چې له افغانستانه وځي، ځانګړتیا به یې د سولې په توافقنامه کې څرګنده شي. دا یوه ښکاره خبره ده چې مخکې له هغې به اوربند وشي او اروپايي ټولنه به د سولې یو له ضمانت کوونکو څخه وي."

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر وايي، مذاکرات د افغانستان د بحران د هوارۍ غوره لاره ده او دوې یې په قوت سره ملاتړ کوي.

په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري میاودون
په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري میاودون

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره د څلورم دور خبرو نتیجه د افغانستان له ولسمشر سره شریکه کړه وېې ویل، له طالبانو سره یې مذاکرات ښه و او بې ساری پرمختګ په کې شوی دی.

په ورته وخت کې د امریکا د دفاع سرپرست وزیر هم ویلي چې دغه مذاکرات هڅوونکي وو، خو د ده په خبره تراوسه ورته سپارښتنه نه‌ده شوې چې له افغانستانه دې د ټولو ځواکونو وتلو ته چمتو شي.

بل‌خوا د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، هر کله چې ډاډ من شي چې افغانستان نور د نړیوالو ترورېستان لپاره په خوندي ځای نه بدلیږي، ځواکونه به یې له دغه هیواده ووځي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر دا هم وايي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع د قطر په وروستۍ ناسته کې د بحث وړ وه:

پیري میاودون زیاته کړه:

"موږ اوریدلي چې د دوحه په وروستۍ ناسته کې ښه پرمختګونه شوي په تېره له افغانستانه د بهرنیو ځوکونه په اړه. خو اوس مهم ګام دا دی چې د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي."

دا په داسې حال کې ده چې د رسنیو د راپورونو له مخې، ایټالیې هم تصمیم نیولی چې تر یوه کاله پورې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

طالبانو مخکې له دې، د سولې د خبرو لپاره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د خپلې لومړې غوښتنې په توګه مطرح کړې دي.

که څه هم طالبانو ته ځینو نېږدې منابعو ویلي چې د زلمي خلیلزاد او د طالبانو د استازیو ترمنځ خبرو کې د بهرنیو ځواکونو په وتلو او اوربند هوکړه شوې، خو امریکايي چارواکو او طالبانو تراوسه په دې اړه څرګندونې نه دي کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG