د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

فارن پاليسي: روسیه غواړي بيرته په افغانستان کې ښکېل شي


  • فارن پاليسي خپرونه

فارن پاليسي خپرونې مجلې ليکلي، په داسی حال کې چې امريکا غواړي له افغانستانه ووځي، روسیه غواړي بيرته په دې هيواد کې ښکېل شي.

کله چې امریکا له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړې، روسیې په یوه وخت د افغانستان د سولې په برخه کې د ۲۰۱۸م کال په نومبر مياشت کې په مسکو کې یو کنفرانس جوړ کړ.

روسیې په یوه وخت د افغانستان د سولې په برخه کې د ۲۰۱۸م کال په نومبر مياشت کې په مسکو کې یو کنفرانس جوړ کړ.
روسیې په یوه وخت د افغانستان د سولې په برخه کې د ۲۰۱۸م کال په نومبر مياشت کې په مسکو کې یو کنفرانس جوړ کړ.

په دې کنفرانس کې په قطر کې د طالبانو استازو، د افغانستان د سولې عالي شورا غړيو او پاکستان او یو شمېر نورو هيوادونو چارواکو هم ګډون وکړ.

مقاله اشاره کوي، د راپورونو له مخې راتلونکې سې شنبه به روسیه په مسکو کې د افغان سولې اړوند يوه غونډه جوړه کړي. مقاله د څېړونکو له قوله لیکي چې د روسیې اصلي هدف پر نړیواله کچه د ناټو او امریکا رول زیانمنول دی.

  • واشنګټن پُسټ

واشنګټن پُسټ ورځپاڼې بيا په افغانستان کې د ښځو پر حقونو د سولې د خبرو د اغېز په اړه ليکلي دي. مقاله وايي، په افغانستان کې له هغه راهيسي چې په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو رژيم سقوط وکړ، ښځو په بيلابيلو برخو کې پرمختګونه کړي دي.

واشنګټن پُسټ: له هغه راهيسي چې د طالبانو رژيم سقوط وکړ، ښځو په بيلابيلو برخو کې پرمختګونه کړي دي.

مقاله يادونه کوي چې د ټرمپ اداره هم په افغانستان کې د ښځو د حقونو د پرمختيا پلوي کوي خو که امریکا خپل ځواکونه له دې هيواده وباسي، دا به تر ډېره حده ګرانه شي چې د هغو برخو په اړه له افغان حکومت څخه پوښتنه وکړي چې اوس يې دغه حکومت په اړه ژمن دی.

په دې مانا چې که په راتلونکي کې د ښځو حقونه زیانمن شي، مرستندويه هيوادونه به نشي کولای له افغان حکومت څخه په دې اړه ځواب وغواړي.

  • اکانوميسټ خپرونه

اکانوميسټ خپرونې هم د افغانستان د سولې موضوع ته کتلي دي. مقالې د افغانستان د سولې او پخلاينې په برخه کې د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او په قطر کې د طالبانو تر منځ د خبرو په اړه ليکلي. ښاغلي خليلزاد ويلي وو چې د دغو خبرو په نتيجه کې د سولې د چوکاټ په اړه توافق شوی دی.

د افغانستان د سولې او پخلاينې په برخه کې د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد
د افغانستان د سولې او پخلاينې په برخه کې د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد

مقالې ليکلي چې له بده مرغه داسي امکانات شته چې دا چوکاټ به بریالی نشي ځکه جزيات به یې ډېر دردوونکي وي لکه په دې اړه توافق کول چې کوم کار باید لومړی وشي په ځانګړې توګه له افغانستانه د امریکايي سرتیرو د وتلو د نيټې او سرعت ټاکل.

  • پراجيکټ سينډيکیټ خپرونه

پراجيکټ سينډيکیټ خپرونې هم پر همدې موضوع يوه مقاله خپره کړې ده. د مقالې عنوان دی: طالبانو ته د ټرمپ ډالۍ.

مقاله ليکي چې په افغانستان کې یو ځل بيا تاريخ تکراریږي او امریکا يو ځل بيا افغانستان يوازي پریږدي لکه درې لسيزې مخکې چې يې دا کار کړی وو.

پراجيکټ سينډيکیټ: په افغانستان کې یو ځل بيا تاريخ تکراریږي.

مقاله ليکي، له طالبانو سره د سولې خبرې د سولې نوم لري خو نتيجه به یې نور تاوتريخوالی وي په ځانګړې توګه د افغان ښځو پر ضد.

مقاله زياتوي، یو ځل چې امریکا له افغانستانه ووځي، بیا به دومره نفوذ ونلري چې پر امریکا د نويو حملو مخه ونيسي او يا هم په افغانستان کې د کېدونکو پيښو مخه ونيسي.

XS
SM
MD
LG