د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۶

سهیل شاهین: د مسکو په ناسته کې د طالبانو استازي ګډون کوي


آرشیف، په دوحه کې د طالبانو دفتر
آرشیف، په دوحه کې د طالبانو دفتر

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي چې ډېر ژر به د دې ډلې یو پلاوی د افغانستان د راتلونکي نظام د څرنګوالي په اړه د بحث لپاره د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.

تمه ده چې د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه چنې وهل به د مسکو د غونډې د اجنډا یوه مهمه برخه وي.

روسي چارواکو ویلي دي چې دا غونډه د راروانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ جوړېږي او په قطر کې د طالبانو دفتر وايي چې د دې ډلې پلاوی په دې غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته ځي.

که څه هم په راپورونو کې ویل شوي چې په دې غونډه کې به د کابل استازي ګډون نه کوي، خو د قطر د سیاسي دفتر ویاند او د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی سهیل شاهین وايي چې په دې غونډه کې به یو شمېر افغانان چې په حکومت کې شامل نه دي خو په ټولنه کې نفوذ لري، ګډون وکړي.

ښاغلي شاهین ازادي راډیو ته وویل چې له دې کسانو سره به د هېواد د راتلونکي نظام د څرنګوالي او د دایمي سولې د ټینګښت په اړه خبرې وشي

ده زیلاته کړه:

"موږ له افغانانو سره خبرې کوو، همدا اوس موږ هغه کنفرانس ته ځو چې د افغانستان د ټولو تنظیمونو مشران او نور برجسته اشخاص راځي او زموږ هم یو لوی هیئت هلته ځي."

طالبانو تراوسه څلور ځلې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره خبرې کړي.

په دې خبرو کې د پاکستان، سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو استازي حاضر وو، خو د افغانستان حکومت چې له طالبانو سره د جګړې اصلي لوری دی، تراوسه په دې خبرو کې غایب و.

د دې خبرو وروستی دور چې شپږ ورځې یې په قطر کې دوام وکړ، وروسته له هغه مهم شو چې دواړو خواوو له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو پر وتلو او په دې ژمنې چې د افغانستان له خاورې به د ترورېستي حملو لپاره کار نه اخیستل کېږي، نسبي موافقه وکړه.

خو د طالبانو د قطر د دفتر ویاند وايي چې د دې خبرو د پرمختګ او د نړیوالو ځواکونو د وتلو د مهالوېش د جوړولو په اړه د بحث لپاره د امریکایانو او طالبانو ګډه کاري ډله جوړه شوې ده.

سهیل شاهین په عین حال کې هغه راپورونه رد کړل چې وايي، امریکايي ځواکونه به په اتلسو میاشتو کې له افغانستانه وځي.

طالبانو تل ویلي دي چې نه غواړي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي.

ښاغلي شاهین دې پوښتنې ته چې ولې پر دې خبره ټینګ ولاړ دي، په ځواب کې وویل:

"د کابل اداره نورو هېوادونو په رسمیت پېژندلې ده، خو موږ په رسمیت نه ده پېژندلې، البته د جګړې یو لوری دی، خو موږ د یو حکومت په توګه په رسمیت نه ده پېژندلې، دا یوه اداره وه چې امریکایانو راوړې او جوړه کړې وه او تاسو ته یې د انتخاباتو ټولې درغلۍ ښې در معلومې دي."

ښاغلي شاهین ټینګار وکړ چې طالبان به د راتلونکي هجري لمریز کال په چنګاښ میاشت کې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات ونه مني.

په دې انتخاباتو کې ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د هېواد نورې مهمې سیاسي څېرې لکه حنیف اتمر، احمدولي مسعود، ګلبدین حکمتیار او نور کاندیدان دي.

د قطر د دفتر ویاند وویل، د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به د ټولو ښکېلو خواوو په ګډون یو حکومت رامنځته شي، خو دا حکومت به څوک جوړوي؟

ښاغلی شاهین وايي:

"د افغانستان اسلامي امارت تقریباً دوه لسیزې قرباني ورکړې، خو موږ به د ټولو په مشوره یو اسلامي نظام جوړوو، اوس خو اسلامي امارت د اشغال پر وړاندې مقاومت کړی او د افغانستان د ټول مسلمان ملت په استازیتوب یې جهاد پرمخ بیولی دی."

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند هغه اوازې رد کړې چې ګنې طالبان غواړي چې د افغانستان پوځ منحل کړي، خو هغه ټینګار وکړ چې په دې پوځ کې باید اصلاحات راشي.

دا چې له امریکا سره د توافق په صورت کې به د هېواد راتلونکی نظام څه ډول وي او د پوهنې، رسنیو او د ښځو د حقونو په برخه کې د تېرو اتلسو کلونو له لاسته راوړنو سره به څه کېږي، سهیل شاهین په ځواب کې وویل:

"موږ ټول هغه حقوق، که د کار حق دی که د تعلیم، میراث او نور ټول حقوق چې اسلام ښځو ته ورکړی، دا ټول به د اسلامي ارزښتونو او زموږ د افغاني ارزښتونو په رڼا کې وي."

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند او د دې ډلې د مرکچي پلاوي غړي سهیل شاهین که څه هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې دوی له خپلو پخوانیو تېروتنو ډېر څه زده کړي او بیا به یې په هېڅ صورت تکرار نه کړي، خو د طالبانو واکمني د هېواد د تاریخ یوه تیاره دوره شمېرل کېږي.

په داسې حال کې چې د سولې په خبرو کې ښه پرمختګ شوی، د افغانستان یو شمېر عام خلک له دې احتمال څخه اندېښنه لري چې طالبان به بیا واک ته ورسېږي او د تشدد دا تاریخ به تکرار شي.

XS
SM
MD
LG