د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

ډابنز: که طالبان له خپل دریځه وانه وړي، د سولې په خبرو کې پرمختګ ناشونی دی


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانی استازی جیمز ډابنز
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانی استازی جیمز ډابنز

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانی استازی جیمز ډابنز وايي، که طالبان له خپل اوسني دریځه وانه وړي، د سولې په روانو خبرو کې پرمختګ ناشونی دی.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانی استازی او د رینډ کارپورېشن د څېړنیز مرکز کارپوه جیمز ډابنز وايي، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د ښکېلو اړخونو ترمنځ مصالحې او قاطعیت ته اړتیا ده.

ښاغلي ډابنز ازادي راډیو سره په يوه ځانګړې مرکه وویل، زلمی خلیلزاد او امریکا په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره کار کوي او هڅه کوي چې طالبان له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته کېني.

دی وایي:

"زما په اند دا دوه دلیله لري، يو دا چې سولې ته د رسېدو لپاره مصالحې ته اړتیا ده چې دا مسئله بحث پاروونکې ده او همدارنګه په دې برخه کې د قاطعیت نشتوالی دی، بله خبره دا چې که طالبان په خپل اوسني دریځ ولاړ وي، فکر نه کوم چې د سولې په خبرو کې کوم پرمختګ وشي."

ښاغلی ډابنز وايي، امریکا باید تر هغې پورې له افغانستان سره خپلو نظامي، سیاسي او اقتصادي همکاریو ته دوام ورکړي چې په دغه هېواد کې سوله ټینګه او د سولې د هوکړې ټول موارد عملي شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې په دې ورستیو کې یې څو وارې له طالب پلاوي سره لېدنې کتنې درلودې، ویلي چې په دې هېواد کې سولې ته تللې لاره داخلي، سیمه ‌ییزې او نړیوالې پېچلتیاوې لري.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

ښاغلي خلیلزاد د سولې په بین‌الافغاني خبرو ټینګار کړی، خو ویلي یې دي چې سولې ته د رسېدو په برخه کې لا هم په افغانستان کې يو واحد نظر او اجماع نشته.

نوموړي د طالبانو له خولې دا هم ویلي چې هغوی حاضر نه دي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي، ځکه د ده په خبره، طالبان په دې نظر دي چې افغان حکومت مشروعیت نه لري.

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني بیا ویلي چې طالبان مشروعیت نه ‌لري، د مشروعیت سرچینه د ملت ازاده اراده ده او دی ملت انتخاب کړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د نویو څېړنو او مطالعاتو د مرکز رئیس عبدالله هېواد بیا وايي، تر کومې چې امریکا له افغان حکومت او ولس سره د سولې په اړه په يوه میکانیزم هوکړې ته ونه رسېږي، د سولې روانې هڅې کومه نتیجه نه ورکوي.

دی زیاتوي:

"لومړی باید دوی د افغانستان له حکومت سره کېني او ترې وپوښتي چې د سولې لپاره څه میکانیزم لري، په دوهم قدم کې باید له افغان ملت او ولس سره مشوره وشي چې دوی د سولې لپاره څه ډول میکانیزم او تګلاره په نظر کې لري، له هغه څخه وروسته دوی کولای شي چې بیا لاړ شي، له طالبانو سره کېني، يا له پاکستانیانو، ایرانیانو، عربو او نورو سره د سولې په اړه خبرې وکړي."

ښاغلی هېواد د افغانستان د سولې لپاره د امریکا اوسنۍ تګلاره ناسمه بولي، ځکه د ده په خبره، په دغه تګلاره او میکانیزم کې دوی افغان حکومت او ولس له پامه غورځولي او له طالبانو او نورو هېوادونو سره يې د سولې خبرې پیل کړي چې ډېرې ګتورې نه ښکاري.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ وروستیو خبرو د قطر په پلازمېنه دوحه کې شپږ ورځې دوام وکړ او تمه ده چې شااوخوا درې اوونۍ وروسته د شپږم ځل لپاره دواړه لوري بیا په خپلو کې خبرې وکړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG