د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

عبدالله عبدالله: د سولې په وړاندې لوی خنډ د طالبانو دریځ دی


ارشیف، د طالبانو د ډلې ځيني غړي
ارشیف، د طالبانو د ډلې ځيني غړي

سره له دې چې له طالبانو سره د سولې جدي خبرې روانې دي، افغان حکومت طالبان د سولې په وړاندې ستر خنډ بولي او وایي چې د دغې ډلې په دریځ کې هېڅ بدلون راغلی نه‌دی.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۵» په یوه خبري غونډه کې وویل چې د سولې ټینګښت د افغان حکومت او خلکو له لومړیتوبونو دی.

دی وایي:

"سولې ته د رسېدو په وړاندې تر ټولو ستر خنډ د طالبانو دریځ دی، تر نننه چې دغه وضعیت دوام کړی، په دې پورې اړه لري چې طالبان له افغان حکومت او خلکو سره خبرو ته نه‌دي حاضر، دوی یوازې وخت اړوي او تر نننه طالبانو ته له اسلامي امارته بله طرحه د منلو وړ نه‌ده."

ښاغلي عبدالله وویل چې د سولې په خبرو کې ملي اجماع نه‌شته او ګډوډي زیاته ده.

هغه له ټولو سیاستوالو، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو وغوښتل چې د سولې په پروسه او مذاکراتو کې متحد واوسي.

اجرائیه رئیس وویل چې که د سولې په اړه یوه ملی اجماع رامنځته نه‌شي، نو طالبان او د سیمې یو شمېر هېوادونه به له رامنځته شوي فرصته د ځان په ګټه استفاده وکړي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

​له دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هم ویلي وو چې د سولې لپاره په افغانستان کې ملي اجماع نه‌ده موجوده.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ مسکو د هغې ناستې کوربه دی چې طالبان او یو شمېر افغان سیاستوال‌يې ګډون‌وال دي.

افغان حکومت ویلي چې د مسکو په ناسته کې ګډون نه‌کوي، ځکه د سولې له پروسې سره مرسته نه‌کوي.

وموغوښتل چې د ښاغلي عبدالله د څرګندونو په اړه د طالبانو نظر هم واخلو، خو ونه‌توانېدو.

له دې وړاندې دغې ډلې په وار وار ویلي چې له افغان حکومت سره خبرې نه‌کوي، ځکه د طالبانو په وینا، دا حکومت مشروع نه‌دی.

په داسې حال کې چې د سولې پروسه یوې مهمې او اساسې مرحلې ته رسېدلې او امریکايي مقاماتو هم ویلي چې له طالبانو سره په یو چوکاټ کې هوکړې ته رسېدلي، اوس طالبان د سولې په وړاندې د ستر خنډ په توګه یادول به په دې پروسه څه تأثیر ولري؟

د افغانستان د سولې او جګړې د انسټټيوټ سرپرست حکمت‌الله اعظمي يې په اړه وايي:

"زه فکر کوم چې د سولې د خبرو پر مهال له سختې ژبې کار اخیستل هغه که د هرې ډلې له‌خوا وي، د سولې له مذاکراتو سره مرسته نه‌کوي، نو په‌کار ده چې سوله‌ییزې خبرې وشي."

ښاغلی اعظمي وايي، د افغان حکومت له حضور پرته د سولې هر ډول موافقه له امکانه لیرې خبره ده.

دی وايي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بحث طالبانو ته د یو شمېر سیمه‌ییزو هېوادونو مشروعیت ورکول او د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د دغې ډلې حاکمیت طالبانو ته جرأت ورکړی چې له خپل دریځه په شا نه‌شي او د سولې په روانو خبرو کې زیاته ګټه وکړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG