د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

د مسکو په غونډه کې ولې یوازې افغان حکومت ته د ګډون چانس نه‌دی ورکړل شوی؟


په مسکو کې د افغانانو د کاري مرکز مشر غلام محمد جلال
په مسکو کې د افغانانو د کاري مرکز مشر غلام محمد جلال

ټاکل شوې چې سبا او بل سبا په مسکو کې د طالبانو او د هېواد د سیاسي ډلو د مشرانو په ګډون غونډه جوړه شي.

په دې غونډه کې له افغان حکومت پرته د هېواد ټولو سیاسي قوتونو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې.

افغان حکومت ویلي دي چې په دې غونډه کې به ګډون ونه‌کړي.

په مسکو کې د افغانانو د کاري مرکز مشر غلام محمد جلال وايي چې دا غونډه دې ټولنې رابللې، خو د ویزې او امنیت چارې یې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت سمبالوي.

احمد تکل د دې غونډې د ترکیب او څرنګوالي په اړه ځينې پوښتنې له ښاغلي جلال سره شریکې کړې دي.

ښاغلی جلال د مرکې په پیل کې دې پوښتنې ته ځواب وايي چې ولې یوازې افغان حکومت ته په دې غونډه کې د ګډون چانس نه‌دی ورکړل شوی.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:19 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG