د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

پامپیو: له سعودي غواړو څو یقیني شي چې د خاشقجي وژونکي عدالت ته راکاږل کېږي


په ترکیه کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ کې وژل شوی خبریال جمال خاشقجي
په ترکیه کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ کې وژل شوی خبریال جمال خاشقجي

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په ریاض کې دی او تمه ده له عربستاني چارواکو وغواړي چې د جمال خاشقجي وژونکي عدالت ته راکاږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون ناوخته د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته ورسېد او تمه ده د له ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري.

پامپیو له سلمان څخه غواړي چې یقیني کړي څو د جمال خاشقجي وژونکي عدالت ته راکاږل کېږي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی پامپیو د منځني ختیځ په سفر وتلی او دا دوهم وار دی چې د جمال خاشقجي تر وژل کېدو وروسته عربستان ته سفر کوي.

جمال خاشقجي د ۲۰۱۸ میلادي کال د اکټوبر په دوهمه په استانبول کې د سعودي عربستان د قونسلګرۍ دننه ووژل شو.

پامپیو مخکې له دې چې سعودي عربستان ته سفر وکړي، په قطر کې یې یوه خبري کنفرانس ته وینا هم وکړه.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

نوموړي وویل:

"موږ د سعودي له ولیعهد او نورو چارواکو سره بحثونو ته دوام ورکوو، څو یقیني شي چې د جمال خاشقجي د نه‌منلو وړ قتل په برخه کې عدالت پلی کېږي. موږ به په‌دې اړه خبرو ته دوام ورکوو څو ټول حقایق معلوم شي او عاملین د عدالت مېز ته راکاږل کېږي. یقیناً چې د سعودي له‌خوا، خو امریکا هم."

د سعودي عربستان څارنوالۍ د جمال خاشقجي د وژنې په تړاو د ځینو اصلي نیول شویو عاملینو لپاره د مرګ سزا غوښتې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د یکشنبې په شپه وروسته له هغه عربستان ته ولاړ چې په دوحه کې یې له خپل قطري سیال شیخ محمد بن عبدالرحمن سره ولیدل.

پامپیو تر اوسه مصر، بحرین، عربي متحده اماراتو او قطر ته تللی او له عربستان وروسته به کوېټ ته هم ځي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې له سعودي سره خپلې اړیکې او اتحاد ساتي، خو د امریکا سنا جرګې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي په قضیه کې ښکېل بللی دی.

د سعودي حکومت بیا په‌دې قضیه کې د ولیعهد محمد بن سلمان په تړاو هر ډول خبرې رد کړي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG