د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

سعودي ویلي چې د جمال خاشقجي په وژنې تورن کسان ترکیې ته نه سپاري


جمال خاشقجي
جمال خاشقجي

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر د ترکیې غوښتنه چې د جمال خاشقجي په وژنې تورن کسان ور وسپاري رد کړه.

عادل الجبیر پرون په ریاض کې د خلیج هېوادونو د همکارۍ شورا د ناستې په پای کې وویل چې "موږ خپل اتباع نه مستردوو."

نوموړي زیاته کړه:

"د چا له‌خوا د نیولو د حکم پر اساس موږ خپل اتباع نه مستردوو. زه باوري یم چې د ترکیې اساسي قانون د ترکي اتباعو استرداد منع کړی. دا نو جالبه ده، یو هېواد چې د قانوني مراجعو له‌خوا د معلوماتو د شریکولو د غوښتنې سره -سره بیا هم له موږ سره معلومات نه شریکوي د نیولو حکم ورکړي."

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په تکرار له سعودي عربستانه غوښتي چې د جمال خاشقجي د وژنې تورن خلک ترکیې ته وسپاري.

خاشقجي د سعودي پخوانی خبریال و چې په وروستیو کې یې امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ ته کالمونه لیکل، د اکتوبر په دوهمه په استانبول کې د سعودي قونسلګرۍ دننه ووژل شو.

د ترکیې یوې محکمې د چهارشنبې په ورځ د استانبول د څارنوالانو د مشر په غوښتنه د سعودي عربستان د استخباراتي د پخواني مشر احمد الحصیري او د شاهي محکمې د پخواني سلاکار سعود القحطاني د نیولو امر ورکړ.

حصیري او قحطاني وروسته له هغه له دندو ګوښه شول چې ریاض ومنله جمال خاشقجي په استانبول کې د سعودي قونسلګرۍ دننه وژل شوی.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر وویل:

"ترکي چارواکو له موږ سره لکه څنګه چې موږ فکر کاوه همکاري نه‌ده کړې."

هغه وویل، انقرې هغه معلومات ریاض ته ورکړي چې پخوا رسنیو ته وتلي و.

ترکیه وایي، د سعودي عربستان د اجنټانو یوه پنځلس کسیزه ډله د خاشقجي د وژنې لپاره استانبول ته لېږل شوې وه، هغه وژنه چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په باور امر یې د سعودي لوړپوړو حکومتي کړیو ورکړی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

ښاغلي اردوغان تېره اوونۍ لاتینې امریکا ته په سفر کې له سعودي وغوښتل چې تورن کسان ترکیې ته وسپاري.

ریاض ۲۱ تنه د خاشقجي د وژنې په تور بندیان کړي چې له ډلې یې د سعودي څارنوالۍ هغو پنځو کسانو ته چې د خاشقجي د وژنې امر یې ورکړی او عملي کړی د اعدام سزا غوښتې.

د خاشقجي د وژنې په قضیه کې ډېرو ولیعهد محمد بن سلمان ګرم بللی، خو ریاض دا خبره په کلکه رد کړې ده.

د خاشقجي وژنې په نړیواله صحنه کې د ریاض حیثیت زیانمن کړی او د امریکا، فرانسې او کاناډا په شمول لویدیځو هېوادونو په همدې خاطر د سعودي په شلو شرکتونو بندیزونه لګولي دي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG