د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

د قطر امیر د خلیج د همکارۍ د شورا د غړو هېوادونو په سرمشریزه کې ګډون نه کوي


د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني

نن د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د خلیج د همکارۍ د شورا د غړو هېوادونو سرمشریزه جوړېږي.

د خلیج د همکارۍ د شورا غړي چې ټول د امریکا متحدان دي، نن د سعودي عربستان په پلازمېنه کې راټولېږي.

ارشیف
ارشیف

د GCC کلنۍ غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې له قطر سره د دې شورا د نورو غړو هېوادونو اړیکي سخت کړکېچن شوي او اټکل کېږي چې د قطر امیر به په دې سرمشریزه کې ګډون ونه کړي.

د ترکیې انادولو خبري اژانس د یوه قطري چارواکي په حواله راپور ورکړی چې د قطر امیر تمیم بن حَمَد الثاني په دې غونډه کې ګډون نه کوي او پرځای به یې د دولت یو وزیر ورشي.

راپور زیاتوي چې د سعودي پاچا ملک سلمان الثاني ته په دې غونډه کې د ګډون بلنلیک استولی و، خو د انادولو په راپور کې د الثاني د نه ګډون علت نه دی بیان شوی.

د خلیج د همکارۍ په شورا یا GCC کې سعودي عربستان، متحد عربي امارات، بحرین، کوېټ، عُمان او قطر غړیتوب لري.

سعودي عربستان، متحدعربي اماراتو، بحرین او مصر د تېرکال په جون میاشت کې په دې تور چې قطر په سیمه کې د ترورېستي فعالیتونو ملاتړ کوي، له دې هېواد سره ډیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې پرې کړې.

خو قطر دا تورونه رد کړي دي.

د سعودي په مشرۍ ائتلاف همداراز اندېښنه ښودلې ده چې قطر له شیعه ایران سره خپلې اړیکې پراخې کړي دي.

د GCC ټول غړي هېوادونه د امریکا متحدان دي او امریکا چې په قطر کې پوځي اډه لري، هم له قطر سره او هم د دې شورا له نورو غړو سره ډېرې ښې اړیکې لري.

متحده ایالاتو د دې کړکېچ د حل لپاره هڅه وکړه، خو نتیجه یې ورنه کړه.

واشنګټن د خلیج د همکارۍ د شورا له غړو هېوادونو سره نېږدې اړیکې ځکه پالي چې غواړي، د هغو په مرسته د ایران د رژیم پر وړاندې مقابله وکړي.

جمال خاشقجي
جمال خاشقجي

د سرمشریزې کوربه سعودي عربستان په ترکیه کې د سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي د قتل په قضیه کې تر سخت نړیوال فشار لاندې دی.

خاشقچي په امریکا کې اوسېده او د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لپاره یې لیکنې کولې.

نوموړی چې د سعودي د رژیم له کلکو مخالفینو څخه و، څه باندې دوه میاشتې مخکې د ترکیې په استانبول ښار کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG