د امریکا د متحدو ایالاتو د سنا مجلس په نویو پرېکړه لیکونو کې د سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي د قتل په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې دریځ رد کړ.
د امریکا په سنا کې د دواړو ګوندونو استازو او خپلواکو سناتورانو پر داسې پرېکړه لیکونو توافق وکړ چې د خاشقجي د قتل په مسئله کې پر سپینه ماڼۍ فشار راولي.
سعودي عربستان د واشنګټن له کلکو متحدانو دی.
خو د سنا وروستي حرکت څرګنده کړه چې لږترلږه د امریکا په کانګرس کې د سعودي عربستان په اړه څومره بې باوري موجوده ده.
د ژورنالیست جمال خاشقجي د قتل په تړاو د سنا وروستي پرېکړه لیکونه تر ډېره حده سمبولیک اړخ لري، ځکه دا لا نه ده څرګنده چې د کانګرس د استازو مجلس به څه ډول ځواب ورکړي.
خو د سنا له دې اقدامه څرګندېږي چې امریکايي سناتوران د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د حکومت پر بهرني سیاست او له ریاض سره د واشنګټن پر اړیکو کلکه څارنه کوي.
د ډونالد ټرمپ ادارې هڅه کوله چې د سنا غړي د سعودي د واکمنانو او د ژورنالېست خاشقجي د قتل په اړه له روانو بحثونو لېرې وساتي، خو داسې بريښي چې هڅې یې بریالۍ نه وې.
په یوه پرېکړه لیک کې وړاندیز شوي چې واشنګټن باید د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي پوځي ائتلاف له ملاتړه لاس واخلي.
په بل پرېکړه لیک کې سناتورانو پر ولسمشر ډونالد ټرمپ غږ کړی چې د سعودي شهزاده محمد بن سلمان د ژورنالېست خاشقجي د قتل مسؤل وګڼي.
د ټرمپ ادارې له دواړو نظرونو سره شدید مخالفت کړی او حتی خبرداری یې ورکړی چې که د سنا پرېکړه د استازو په مجلس کې تصویب شي، ولسمشر به یې ویټو کړي.
په دې اړه جمهوري غوښتونکي سناتور لنزي ګراهام ویلي، له سعودي عربستان سره د اړیکو اوسنی حالت کار نه ورکوي.
سناتور لنزي ګراهام باور څرګند کړی چې د جمال خاشقجي تر قتل وروسته شهزاده محمد بن سلمان په یوه زهرجن شخصیت بدل شوی او که چېري وضعیت تغیر و نه کړي، د ریاض او واشنګټن روابط اینده نه لري.
جمال خاشقجي د سعودي عربستان له پېژندل شویو ژورنالېستانو و.
خاشقجي په وروستیو کلونو کې واشنګټن پوسټ ته کالمونه لیکل او د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د سیاستونو په جدي منتقد بدل شوی و.
هغه د اکټوبر په دوهمه نېټه په شخصي اسنادو پسې په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته تللی و او له هغه ځایه بې درکه شو.
وروسته څرګنده شوه چې خاشقجي په هغه ورځ د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې وژل شوی و.
د سعودي عربستان چارواکو تر دې پېښې څو اوونۍ وروسته هم د دې خبرې له منلو انکار کاوه چې خاشقجي د دوی په قونسلګرۍ کې وژل شوی دی.
خو وروسته سعودي څارنوالانو د هغه د مرګ خبر تأیید کړ او ویې ویل چې د اکټوبر په دوهمه له سعودي عربستانه یوه ۱۵ کسیزه ډله د خاشقجي د وژلو لپاره استانبول ته استول شوې وه.
له هغه راهیسې د ډونالد ټرمپ ادارې دې پوښتنې ته چې ایا د خاشقجي په قتل کې سعودي چارواکو لاس درلود، مستقیم ځواب نه دی ورکړی.
ولسمشر ډونالد ټرمپ نه ده منلې چې د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان له دې پېښې سره تړاو لري او په دې ارتباط له احتیاطه ډک نظر څرګندوي.
خو د امریکا د استخباراتي ادارو په رپوټونو کې څرګنده شوې چې د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان لږترلږه د خاشقجي د قتل په دسیسه خبر و.
د امریکا د متحدو ایالاتو د سنا غړو هم باور څرګند کړی چې شهزاده محمد بن سلمان د دې قتل مسؤل دی.
هغوی له سعودي چارواکو غوښتنه کړې چې له دې پېښې سره مناسب او منصفانه چلند وکړي.
د دې پرېکړه لیک مسوده چې واشنګټن باید د یمن په جګړه کې د سعودي له ملاتړه لاس واخلي، د ورمانت ایالت خپلواک سناتور برني ساندرس او د یوتا ایالت جمهوري غوښتونکي سناتور، مایک لي چمتو کړې وه.
سناتور لي د پرېکړه لیک په اړه په خبرو کې وویل، د خاشقجي قتل څرګنده کړه چې د سعودي رژیم د دې ارزښت نه لري چې امریکا یې د جګړې ډګر ته بدرګه کړي.
په همدې حال کې د ډونالد ټرمپ ادارې د کانګرس د استازو په مجلس کې د سنا د پرېکړه لیکونو د تصویب د مخنیوي هڅې پېل کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د استازو د مجلس غړو ته خبرداری ورکړی چې د سنا د وروستیو پرېکړه لیکونو تصویب به د امریکا او سعودي روابطو ته سخت زیان ورسوي.
د ټرمپ دواړو وزیرانو تېره میاشت د سنا مجلس ته هم ورته خبرې وکړې.
د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سي. ای. اې) په یوه رپوټ کې څرګنده شوې چې شهزاده محمد بن سلمان د خاشقجي د قتل امر کړی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تېره میاشت سنا ته په خبرو کې د (سي. ای. اې) د دې معلوماتو له منلو یا تأيید څخه ډډه وکړه چې د سنا ډېر غړي یې په قهر کړل.