د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۸

د سعودي عربستان پاچا د حکومت په مهمو پوسټونو کې د پراخو بدلونونو امر کړی


ارشیف، د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز
ارشیف، د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز د حکومت په مهمو پوسټونو کې د پراخو بدلونونو امر کړی دی.

د سعودي عربستان د حکومت په مهمو څوکیو کې د ناڅاپي او پراخ بدلون له مخې د دې هېواد د بهرنیو چارو او د اطلاعاتو وزیران، د ملي ګارد او د سیاحت د ادارې مشران له دندو لېرې کړای شوي دي.

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبد العزیز پرون په حکومت کې د دې بدلونونو امر وکړ.

د مالي پخوانۍ وزیر ابراهیم العساف د عادل الجبیر پر ځای د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شوی او شهزاده عبد الله بن بندر ته د ځواکمن ملي ګارد مشري سپارل شوې ده.

ویل کېږي چې دا بدلونونه به د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان واک قوي او زیات کړي.

ولیعهد محمد بن سلمان په ترکیه کې د سعودي په قونسلګرۍ کې د خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو د قضيې له امله د نړیوالې ټولنې له سخت عکس العمل سره مخ دی.

خبریال جمال خاشقجي
خبریال جمال خاشقجي

که څه هم سعودي د خامو تېلو په بیه کې د زیات کموالي له امله له اقتصادي ستونزې سره مخ دی، خو د تازه بدولونونو په لړ کې د انرژۍ، ماليې او اقتصاد وزیران په خپلو دندو پاتې دي.

د خبریال خاشقجي د وژل کېدو قضیه پر امریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال له ترورېستي حملو راهیسې چې زیاتره عاملان يې سعودیان وو، د سعودي د حکومت تر ټولو خرابه ډیپلوماسي بلل شوې ده.

سعودي عربستان وايي، جمال خاشقجي په استنبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې د لوړ رتبه امنیتي سعودي چارواکو له خوا په خپل سري په عملیاتو کې وژل شوی دی.

خو د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې ویلي دي چې د دوی مودندنې ښيي چې د جمال خاشقجي د وژلو امر د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ورکړی و.

د سعودي عربستان په حکومت کې د مهمو کسانو له بدلېدو سره سره بیاهم ولیعهد محمد بن سلمان به د دفاع وزارت په ګډون مهم امنیتي او سیاسي پوسټونه په خپل واک کې ولري.

XS
SM
MD
LG