د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

ټرمپ: د خاشقجي د وژنې په اړه خپله ارزونه په را روانو ۲ ورځو کې اعلانوو


د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ويلي، واشنګټن به خپله نتيجه اخېستنه چې د سعودي عربستان د خبريال جمال خاشقجي په وژنه کې څوک دخيل دي ژر اعلان کړي.

ډونالډ ټرمپ پرون د امريکا په کليفورنيا ايالت کې خبريالانو ته وويل:

"په را روانو دوو ورځو يعنې ښايي دوشنبه يا هم سې شنبه بشپړ راپور په لاس کې ولرو."

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

​د امريکا استخباراتي ادارې په‌دې باور دي چې د سعودي عربستان شهزاده چې د دغه شاهي هېواد مطلق العنان رهبر ګڼل کېږي، تېره مياشت يې په ترکيه کې د سياسي مخالف او خبريال جمال خاشقجي د وژلو امر صادر کړى و.

د سعودي حکومت دا ادعا چې اول واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ورباندې راپور ورکړى و او وروسته د اسوشېټېډ پرېس او رويټرز په ګډون نورو رسنيو هم تأييد کړه، رد کړې ده.

په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هدر ناوئرټ پرون وويل:

"وروستي راپورونه دقيق دي چې پر اساس يې د امريکا حکومت دا وروستۍ نتيجه اخېستې ده."

د استخباراتي ادارو ارزونه د امريکا تازه موندنې ښيې چې د خبريال خاشقجي په وژنه کې د ولیعهد مستقيم دخالت په ډاګه کوي.

دا مسئله ښايي په کانګرس کې د امريکا د نېږدې متحد يعنې سعودي عربستان په وړاندې د لا مجازاتوونکو اقداماتو سبب شي.

هدر ناوئرټ
هدر ناوئرټ

د امريکا د مرکزي استخباراتو د ادارې مشرې ګينا هاسپيل او د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو پرون له ولسمشر ټرمپ سره کليفورنيا ته د الوتنې پر مهال تازه معلومات شريک کړل.

ولسمشر الوتکې ته تر وختلو مخکې ويلي و، تردې شېبې راته ويل شوي و چې د سعودي وليعهد په دې وژنه کې کوم نقش نه‌دى لوبولى.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د هغو کسانو په حواله چې دا قضيه له نېږدې څاري ويلي، د امريکا د استخباراتي ادارو ارزونه د هغې ټیليفوني مکالمې د يوې برخې پر اساس ده چې د وليعهد ورور شهزاده خالد بن سلمان او په امريکا کې د سعودي عربستان سفير له خاشقجي سره درلوده.

خو په امريکا کې د عربستان سفير پرون په ټويټر کې دا مسئله رد کړه چې له خاشقجي سره دې داسې کومه ټیليفوني مکالمه لرلې وي.

خاشقجي چې په امريکا کې خپرېدونکې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ ته يې کالمونه ليکل د وليعهد منتقد ګڼل کېده.

دى د اکتوبر پر دوهمه نېټه د ترکيې په استانبول ښار کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG