د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

د امریکا استخبارات: د جمال خاشقجي د وژلو امر محمد بن سلمان ورکړی


د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره (سي. ای. اې) دې نتیجې ته رسېدلې ده چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د خبریال جمال خاشقجي د وژلو امر ورکړی و .

د سعودي عربستان حکومت دا خبره په کلکه رد کړې چې ګواکې د جمال خاشقجي د وژلو امر دې محمد بن سلمان ورکړی وي.

یوه سعودي ډیپلومات ویلي چې ولیعهد محمد بن سلمان له دې قتل سره هېڅ تړاو نه لري.

محمد بن سلمان
محمد بن سلمان

دا خبره واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د یوه امریکایي چارواکي په وینا پرون خپره کړه .

ورځپانې دغه راز د یوې سرچینې په حواله ویلي چې د امریکا استخباراتو یوه داسې ټيلیفوني اړیکه ارزولې چې ښیې، د شهزاده ورور خالد بن سلمان له خاشقجي سره خبرې کړې وې.

ورځپاڼه زیاتوي، خالد چې اوس مهال په امریکا کې د عربستان سفیر دی، خاشقجي ته یې ویلي چې که په استانبول کې د سعودي قونسلګرۍ ته ولاړ شي، هلته به خوندي وي.

په راپور کې راغلي چې دا معلومه نه ده چې سفیر به پوهېده چې خاشقجي به هلته وژل کېږي، خو وایي چې دا خبره ورته د ولیعهد په سپارښتنه شوې ده او دغه اړیکه د امریکا استخباراتو ترلاسه کړې ده.

په همدې حال کې په واشنګټن کې د سعودي د سفارت ویانده فاطمه بایشن دغه ادعا بې اساسه بولي.

هغې په یوې اعلامیې کې ویلي چې سفیر له خاشقجي سره یو ځل د ۲۰۱۷ میلادي کال په سپټمبر کې لیدلي وو او تر هغه وروسته دوی له یو بل سره د لیکلي پیغامونو له لارې اړیکې ټینګې کړې دي.

فاطمه وایي، هغه لیکلی پیغام چې سفیر خاشقجي ته استولی، د ۲۰۱۷ میلادي کال د اکتوبر ۲۶ مه نېټه وه .

دا وایي، د سعودي سفیر ترکیې ته د تلو په اړه خاشقجي ته هېڅ نه دي ویلي.

د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره (سي. ای. اې) دغه نتیجه چې ګواکې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د خبریال جمال خاشقجي د وژلو امر ورکړی، ښایي د همدې قضیې په تړاو پر عربستان د نورو جزایي اقداماتو هڅې په کانګرس کې ډېرې کړي.

واشنګټن د یادې قضیې په تړاو پر یو شمېر سعودي چارواکو بندیزونه لګولي دي.

متحده ایالاتو پر ۱۷ سعودي چارواکو چې د ولیعهد محمد بن سلمان نېږدې همکاران هم پکې دي، د ژورنالېست جمال خاشقجي د وژل کېدو په قضیه کې بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچین پرون وویل، هغه سعودي چارواکي چې بندیزونه پرې لګېدلي، د خاشقجي په بې رحمانه وژنه کې لاس لري.

منوچین زیاته کړه، دې کسانو هغه ژورنالېست په نښه کړی او په بې رحمۍ سره یې وژلی چې په متحده ایالاتو کې یې ژوند او کار کاوه او دوی ته باید د خپل عمل سزا ورکړل شي.

سټیفن منوچین
سټیفن منوچین

په دې چارواکو کې د شهزاده محمد دوه نېږدې همکاران سعود القحطاني او ماهر مُطرب او د خاشقجي د وژل کېدو پرمهال په استانبول کې د سعودي عربستان جنرال قونسل محمد العُطیبي هم شامل دي.

د امریکا د خزانې وزارت وايي، القحطاني چې د ولیعهد ښی لاس بلل کېږي، د خاشقجي د قتل له پلان جوړوونکو او عملي کوونکو څخه و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په یوه جلا خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه، وویل چې د دې کسانو پانګې د امریکا له قوانینو سره سم کنګل شوي او امریکايي وګړو ته له دوی سره د تجارتي معاملو اجازه نه ورکول کېږي.

دغه راز د سعودي عربستان د لوی څارنوال مرستیال په ریاض کې په یوه خبري غونډه کې وویل، ښايي پنځه تنه چارواکي د خاشقجي د وژنې په قضیه کې په اعدام محکوم شي.

خاشقجي د امریکا په متحده ایالتونو کې ژوند کاوه او د واشنګتن پوسټ لپاره یې کار کاوه، دی د اکتوبر په دوهمه په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته ورغی او بیا ووژل شو.

XS
SM
MD
LG