د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

واشنګټن د جمال خاشقجي د قضیې په تړاو په ځينو سعودي چارواکو بندیزونه ولګول


جمال خاشقجي
جمال خاشقجي

واشنګټن په ترکیه کې د وژل شوي ژورنالېست جمال خاشقجي د قضیې په تړاو پر یو شمېر سعودي چارواکو بندیزونه لګولي دي.

متحدایالاتو پر ۱۷ سعودي چارواکو چې د ولیعهد محمد بن سلمان نېږدې همکاران هم پکې دي، د ژورنالېست جمال خاشقجي د وژل کېدو په قضیه کې بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچین پرون وویل، هغه سعودي چارواکي چې بندیزونه پرې لګېدلي، د خاشقجي په بې رحمانه وژنه کې لاس لري.

سټیفن منوچین
سټیفن منوچین

منوچین زیاته کړه، دې کسانو هغه ژورنالېست په نښه کړی او په بې رحمۍ سره یې وژلی چې په متحده ایالاتو کې یې ژوند او کار کاوه او دوی ته باید د خپل عمل سزا ورکړل شي.

په دې چارواکو کې د شهزاده محمد دوه نېږدې همکاران سعود القحطاني او ماهر مُطرب او د خاشقجي د وژل کېدو پرمهال په استانبول کې د سعودي عربستان جنرال قونسل محمد العُطیبي هم شامل دي.

د امریکا د خزانې وزارت وايي، القحطاني چې د ولیعهد ښی لاس بلل کېږي، د خاشقجي د قتل له پلان جوړوونکو او عملي کوونکو څخه و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په یوه جلا خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه وویل، د دې کسانو پانګې د امریکا له قوانینو سره سم کنګل شوي او امریکايي وګړو ته له دوی سره د تجارتي معاملو اجازه نه ورکول کېږي.

دا بندیزونه وروسته له هغه اعلانېږي چې د سعودي عربستان مرستیال لوی څارنوال شعلان ال شعلان پرون په ریاض کې په یوه خبري غونډه کې وویل، ښايي پنځه تنه چارواکي د خاشقجي د وژنې په قضیه کې په اعدام محکوم شي:

ده وویل:

"د ۲۱ تورنو له ډلې پر ۱۱ کسانو اقامه دعوه شوې او دوسیه یې ترتیب شوې ده، دا قضیه محکمې ته راجع شوې، په عین حال کې له پاتې نیول شویو کسانو څخه تحقیق روان دی، څو په دې قتل کې د هغوی ونډه او عمل معلوم شي، لوی څارنوال د هغو پنځو تورنو لپاره د اعدام حکم غوښتی دی چې د قتل د جنایت امر یې ورکړی او عملي کړی یې دی او د پاتې کسانو لپاره یې هم د شریعت د حکم په اساس د سزا غوښتنه کړې."

۵۹ کلن خاشقجي چې په امریکا کې اوسېده، د سعودي د ځواکمن ولیعهد محمد بن سلمان له منتقدانو څخه و.

هغه د اکتوبر په دوهمه وروسته له هغه تری تم شو چې د ځینو رسمي اسنادو د ترلاسه کولو لپاره په استانبول کې د سعودي قونسلګرۍ ته ننوت.

ترکي چارواکي وايي چې خاشقجي د یوې دسیسې پربنسټ قونسلګرۍ ته له ننوتو سره سم وژل شوی او مړی یې ټوټې ټوټې شوی دی.

XS
SM
MD
LG