سعودي عربستان د امریکا د مشرانو جرګې وروستي پرېکړهلیکونه وغندل چې په يمن کې د سعودي په مشرۍ له روانې جګړې د امريکا د ملاتړ د ختمولو غوښتنه پهکې شوې وه.
په پرېکړهليکونو کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي په وژلو په مستقيم ډول د دې هېواد ولیعهد د تورنولو غوښتنه هم شوې ده.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل:
"د عربستان شاهي هېواد د امريکا د مشرانو جرګې وروستى دريځ چې پر ناسمو تورونو ولاړ دى، غندي او په خپلو داخلي چارو کې هر ډول لاسوهنه ردوي."
د امریکا د کانګرس د مشرانو جرګې د تېرې پنجشنبې په ورځ د ولسمشر ټرمپ په وړاندې په يوه مجازاتوونکي اقدام کې، د يوه پرېکړهلیک ملاتړ وکړ چې پهکې د یمن په جګړه کې له سعودي عربستانه د امریکا د پوځي ملاتړ د بندولو غوښتنه شوې ده.
ګڼ کسان دغې جګړې ته د ايران په وړاندې د نيابتي جګړې په سترګه ګوري.
په يمن کې د ټيټې سطحې شخړه په ٢٠١٥ میلادي کال کې وروسته له هغې شديده شوه چې د ايران له ملاتړه برخمنو شيعه حوثي ياغيانو د پلازمېنې صنعا په ګډون د يمن د لوېديځ زياتې برخې ونيولې.
سعودي عربستان او اتو نورو عرب هېوادونو د ولسمشر عبدالربه منصور هادي د حکومت د ملاتړ لپاره چې نړيواليې په رسميت پېژني، پهدغه هېواد کې پوځي مداخله وکړه.
د امريکا متحده ايالاتو، بريتانيا او فرانسې د دغې پوځي مبارزې ملاتړ کړى، خو بيا هم د يمن په جګړه کې د نږدې ١٠زره کسانو د مړينې خبر ورکړل شوى چې زياترهيې ملکيان دي.
په میليونونو نور کسان بیا د قحطۍ له خطر سره مخامخ دي.
بلخوا د امریکا مشرانو جرګې په یوه جلا پرېکړهلیک کې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د خبریال جمال خاشقجي د وژنې مسؤل بللی دی.
خو دغه پرېکړهليکونه تر ډېره سمبوليکه بڼه لري، ځکه لا معلومه نهده سپينه ماڼۍ بهيې ملاتړ وکړي که څنګه؟
خو د مشرانو جرګې دغه اقدام څرګندوي چې سناتوران د ټرمپ د ادارې بهرنى سياست او له سعودي عربستان سره اړيکې څاري.
د امريکا استخباراتي ادارې ويلي، اسناد او مدارک ښيي چې د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان پهدې وژنه کې لاس لري.
د سعودي دغه خبريال جمال خاشقجي په اکټوبر مياشت کې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې دننه ووژل شو.
خو د سعودي عربستان ولیعهد د خاشقجي په وژنه کې خپل هر ډول دخالت رد کړى دى.
خاشقجي په امريکا کې اوسېده چې د سعودي د وليعهد منتقد ګڼل کېده او واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تهيې هم کالمونه ليکل.