د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

ټایم مجلې څو خبریالان د ۲۰۱۸ میلادي کال د شخصیت په توګه نومولي


د ټایم مجلې څو خبریالان ۲۰۱۸ میلادي کال کې د دې مجلې د شخصیت په توګه نومولي دي.

په‌دې ډله کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي هم شامل دی چې د اکټوبر په میاشت کې ووژل شو.

د ټایم مجلې خبریالان د «ساتونکو» په توګه یاد کړي. د دې مجلې له‌خوا په خپرو شوېو تصویرونو کې فلیپینۍ خبریاله ماریا ریسا چې نیول شوې او د رویټرز دوه خبریالان وا لونې او کیاو سوی اوو چې د یو کال راهېسې میانمار کې بندیان دي ښکاري.

د کپیټل ګازیټ ورځپاڼې د هغو پنځو امریکايي ژورنالېستانو عکسونه هم ټایم چاپ کړي چې د مریلنډ ایالت کې د دې ورځپاڼې په دفتر برید کې ووژل شول.

همدارنګه د سعودي خبریال جمال خاشقجي عکس هم څرګندېږي چې د اکټوبر میاشت کې استانبول کې د سعودي قونسلګرۍ کې ووژل شو.

د سعودي خبریال جمال خاشقجي
د سعودي خبریال جمال خاشقجي

د رویټرز خبري اژانس د عملیاتي برخي یو چارواکي ریګ چووا وايي، میانمار کې یې د دوو همکارنو نیول کاملاً غیرې قانوني دي.

دی زیاتوي:

"موږ ویاړو چې وا لونې او کیاو سوی اوو د ټایم د کال د شخصیتونو په نوم غوره شوي دي. موږ تمه لرو چې دا لقب به په میانمار کې د دوی غیر عادلانه زنداني کېدل پای ته ورسوي او په نړۍ کې به د ازادو رسنیو د اهمیت او رول په اړه د ډاډ رامنځ ته شي."

د ټایم مجلې د دې خبریالانو له عکسونو سره لیکلي چې دا ټول په نړۍ کې د بې شمېره خلکو استازي دي.

د ټایم مجله وايي، د ۲۰۱۸ میلادي کال تر ډیسمبر میاشت پورې په ټوله نړۍ کې ۵۲ خبریالان وژل شوي چې دې ټولو د اطلاع رسولو په برخه کې قرباني ورکړې ده.

سره له دې چې په دې لېست کې په افغانستان کې د وژل شویو خبریالانو یادونه نه ده شوې، خو په ټولو رسنیو کې په کابل کې په یوه ورځ د نهو تنو خبریالانو او د رسنیو د کار کوونکو وژل کېدل په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونې پېښه بلل شوې ده.

د ازادي راډيو دوه خبریالان او یوې همکارې د وژل کیدو په اړه د ازادي رادیو د ریس پیغام
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:53 0:00

دوهمه لویه پېښه د امریکا په مریلنډ ایالت کې وه چې د کپیټل ګازیټ ورځپانې څلور خبریالان او یو ورځپاڼه پلورنکی په یو وسله وال برید کې ووژل شول.

ټایم مجله له ۱۹۲۷ میلادي کال راهېسې هرکال د کال شخصیت غوره کوي چې هر کال د یو یا څو تنو تصویرونه په څلور پاڼو کې خپروي.

سږکال د لومړي ځل لپاره د داسې کسانو عکسونه د ټایم مجلې د کال د شخصیتونو په توګه چاپ شوي چې ځینې یې ژوندي نه‌دي او ډېر عمر یې د اطلاع رسانۍ په برخه کې تېر شوی دی.

XS
SM
MD
LG