د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

د یمن د جګړې د پای ته رسولو لپاره په سویډن کې روانې خبرې پای ته رسېږي


د یمن د کورنۍ جګړې د سوله‌ییز حل په هدف په سویډن کې نن روانو خبرو اترو وروستۍ ورځ ده.

د ملګرو ملتونو سرمشني انتونیو ګوترش سویډن ته رسیدلی دی او د یمن د جګړې د ښکېلو خواو ترمنځ د خبرو اترو مشري کوي.

د یمن د حکومتي پلاوي او د حوثي شیعه یاغیانو ترمنځ د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره په سویډن کې روانې خبرې اترې نن پایته رسیږي.

ملګري ملتونه او لویدیځ هېوادونه د سعودي په ملاتړ د یمن له حکومت او د حوثي ملېشو څخه چې ایران يې تر شاه ولاړ دی، غواړي چې د یمن د جګړې د پای ته رسولو لپاره دې د سیاسي جوړجاړي پر لور ګامونه واخلي.

د یمن روانې کورنۍ جګړې تر اوسه لسګونه زره کسان وژلي دي او دا هېواد يې د قحطۍ له ګواښ سره مخ کړی دی.

آنتونیو ګوترش
آنتونیو ګوترش

که څه هم د سویډن په خبرو کې د یمن حکومتي پلاوي او حوثیانو د مرکز صنعا د نړیوال هوايي ډګر په بیا پرانېستلو موافقه کړې ده، خو د حدیده بندر د راتلونکي په اړه لا هم دواړه خواوې په خپلو اختلاف لري.

دواړه خواوې د زندانیانو په تبادلې او د ګاز او تیلو د صادراتو په بیا پیلولو هم سلا شوي دي.

د یمن حکومت او حوثیانو په‌دې هم موافقه کړې ده چې ملګري ملتونه به د حدیده بندر څارنه کوي، خو په‌دې اړه چې دا بندر به د چا په واک کې وي، لا اختلافات پرځای پاتې دي.

حوثیان وايي، حدیده بندر دې بې طرفه سیمه اعلان شي، خو د یمن حکومت ټینګار کوي چې دا بندري سیمه دې د دوی تر کنټرول لاندې راشي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د سعودي عربستان پر ولیعهد محمد بن سلمان غږی کړی دی چې د یمن د جګړې د ختمېدو په هدف خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې سعودي ولیعهد د خبریال جمال خاشقحي د وژل کېدو د مسئلې له امله د لویدیځ تر سخت فشار او انتقادونو لاندې دی.

د متحده ایالاتو سنا جرګې د چهارشنبه په ورځ یوه پریکړه لیک ته رأیه ورکړه چې په تصویبېدو سره به يې د یمن په جګړه کې له سعودي عربستان نه د امریکا ملاتړ ختم شي.

XS
SM
MD
LG