د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

زلمي خلیلزاد د سولې اړوند سفرونو راپور له ارګ سره شریک کړ


د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او کوېټ ته د خپلو سفرونو راپور له افغان چارواکو سره شریک کړ.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف نن د شنبې په ورځ په ارګ کې له زلمي خلیلزاد سره ولیدل.

د ارګ د ویندوی دفتر د دغې ناستې په اړه له جزئیاتو ورکولو ډده وکړه خو په خپرې شوې خبرپانه کې راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه ځانګړي استازي ډاډ څرګند کړی چې امریکا د افغان سولې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده او په دې برخه کې به د دوی کوښښونه روان وي.

د افغانستان د سولې عالي شورا بیا وايي، د سولې خبرو د عملي پیل لپاره دا جدي هڅې روانې دي.

د یادې شورا مرستیال عزیز الله دین محمد د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د امریکا له لوري د دغې چارې د پر مخ بېولو لپاره د زلمي خلیلزاد ټاکل او بیا د نوموړي لخوا د سیمې هېوادونو ته سفرونه، دا په ډاګه کوي چې د سولې عملي خبرو ته لاره پرانېستونکي ده.

حاجي دین محمد
حاجي دین محمد

نوموړي زیاته کړه:

"دا ځل د سولې بهیر ته جدي هڅې کېږي او د امریکا هڅې هم جدي ښکاري، له دې جدیت نه دا معلومېږي چې حتماً څه نتیجه به ولري او له همدې کبله موږ دغو سفرونو ته هیله من یو چې دا به د سولې خبرو ته یوه لاره پرانیزي."

ښاغلی دین محمد له ځينو طالب استازو سره د افغان او امریکايي چارواکو لیده کاته کومه نوي خبره نه ګڼي خو وايي، د افغانستان په کړکېچ کې ښکېلو هېوادونو ته د زلمي خلیلزاد سفر به بې اغیزې نه وي.

په خټه افغان زلمی خليلزاد تېره ميلادي مياشت د افغانستان د سولې او پخلاينې په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.

له ټاکل کېدو وروسته تېره اوونۍ نوموړي د افغانستان په ګډون، پاکستان، سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته خپل لس ورځنى سفر پیل کړ.

ځينو لوېدیځو رسنیو خبر ورکړی چې ښاغلي خلیل زاد د خپل دغه لس ورځني سفر په پای کې تېره ورځ په قطر کې د طالبانو له استازو سره هم لیدلي دي.

خو نه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او نه هم طالبانو په دې اړه تر اوسه رسمي څه ویلي دي.

طالبان له تېرو څو کلونو راهیسې په قطر کې سیاسي دفتر لري او له دې وړاندې په دغه هېواد کې له طالبانو سره د امریکا د یوې بلې استازې الیز ویلز د لیدو کاتو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر
قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر

دغو سفرونو او د یادو هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره د ښاغلي خلیلزاد لیدو کاتو که څه همد افغانستان د سولې عالي شورا د سولې د خبرو د عملي پیل لپاره هیله منه کړې خو د چارو ځينې څارونکي د یادو هڅو تر څنګ د افغانستان د سولې د بریالیتوب لپاره پر پاکستان د دوامدار فشارونو غوښتنه لري.

له ډلې نجیب ننګیال ازادي راډيو ته وویل:

"د پاکستان سره اړیکې باید دومره ژر ونه رغول شي بلکې پر وړاندې يي فشار زیات شي، تر کوم چې په افغانستان کې د امنیت او سولې په اړه ښکاره نتیجه نه وي احساس شوې باید د پاکستان پر وړاندې له نرمې پالیسۍ کار وا نه خیستل شي."

پاکستان د افغانستان ګاوندی هېواد دی چې له وسله والو طالبانو نه په ملاتړ تورن دی او ویل کېږي چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د عملي پیل په برخه کې مهم رول لوبولی شي.

ښاغلی ننګیال وايي، په ټوله کې د سولې د خبرو اترو لپاره لیده کاته، غونډې او سفرونه اوس معمول شوي او په خبره یې، نتیجه به يي هغه وخت احساس شي چې طالبان او افغان حکومت د سولې رسمي خبرې پيل کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG