د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۷:۲۱

زاخېلوال: امریکا تر بل هر وخت زیات د افغانستان د سولې په قضیه کې جدي چلند کوي


افغانستان دا ځل د امریکا سره د پاکستان د هغو ژمنو په اړه په احتیاط خوشبیني ښودلې چې د افغانستان د سولې په اړه‌یې کړي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخبلوال وايي، د پاکستاني او امریکايي چارواکو ترمنځ د سې شنبې د ورځې لیدنه د افغانستان د سولې لپاره مهمه ده، خو د اسلام‌اباد له‌خوا باید په‌دې برخه کې عملي اقدامات وشي.

ښاغلي زاخېلوال زیاته کړه:

"هغه څه چې د خوشبینۍ وړ دي، د افغانستان د سولې په اړه د امریکا جدیت دی. په ځانګړې توګه دا مهال چې د امریکا مختلفې ادارې په همغږۍ په افغانستان کې د سولې په لټه دي. دا باید زموږ لپاره هیله بخښونکي او د خوشبینۍ وړ وي. دا چې د دې سفر نتیجه به څه وي؟ باید محتاطانه خوشبین واوسو."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت استازی زلمی خلیل‌زاد

​د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت استازي زلمي خلیل‌زاد د سې شنبې په ورځ د پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې.

که څه هم د دې لیدنې کم جزئیات خپاره شوي، خو راپورونه وايي چې دواړو لورو د افغانستان د سولې او په دې هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي زلمي خلیل‌زاد ته ډاډ ورکړی چې هېواد یې د افغانستان د سولې په هڅو کې همکارۍ ته دوام ورکوي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر ښاغلي زاخېلوال د سې شنبې د ورځې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، امریکا د بل هر وخت په پرتله اوس د افغانستان د سولې په برخه کې په جدیت عمل کوي او په همدې خاطر یې د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ یو نوی موقف رامنځته کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د حضرت عمر زاخېلوال په وینا د امریکا د متحده ایالاتو د بېلابېلو ادارو ترمنځ د افغانستان د سولې په برخه کې هڅې ډېرې همغږې شوې دي.

نوموړی زیاتوي:

"کله چې ښاغلی خلیل‌زاد دلته راغی، نو یوازې نه‌و، له نوموړي سره په هیئت په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم شامل و. دا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع په وزارتونو او د سپینې ماڼۍ ترمنځ همآهنګي څرګندوي او ښيي چې سوله د امریکا لپاره مهم هدف دی، کله چې داسې څه وینو، نو ډېر خوشبین کېږو چې که خدای کول دا هڅې او کوښښونه به‌یې یوه نتیجه ولري."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: پاکستان به د افغانستان د سولې په هڅو کې همکارۍ ته دوام ورکوي.​

​زلمی خلیل‌زاد چې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په اداره کې په افغانستان کې د امریکا د سفیر په توګه کار کړی، د پاکستان د سیاستونو سخت مخالف ګڼل کېږي.

نوموړي ته اوس د امریکا د حکومت په استازیتوب دنده سپارل شوې چې د پاکستان، افغانستان او سیمې له نورو هېوادونو سره کار وکړي څو طالبان د افغان حکومت سره د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د امریکا سره د همکارۍ په برخه کې پاکستان په چل ول تورن کړی.
د امریکا ولسمشر ټرمپ د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د امریکا سره د همکارۍ په برخه کې پاکستان په چل ول تورن کړی.

په امریکا کې د ډونالد ټرمپ په مشرۍ د نوې ادارې د پیل راهیسې د پاکستان او امریکا اړیکې د افغانستان په جګړه کې د دې هېواد د رول له کبله ترینګلې دي.

ولسمشر ټرمپ د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د امریکا سره د همکارۍ په برخه کې پاکستان په چل ول تورن کړی او له دې هیواد سره‌یې د امریکا پوځي مرستې ځنډولې دي.

پاکستان تل د افغان او امریکايي چارواکو هغه تورونه رد کړي چې ګوندې پر خپله خاوره‌یې د ترهګرو پر ضد کافي اقدامات نه‌دي کړي.

پاکستاني چارواکي وايي، دوی د ترهګرۍ ضد مبارزه کې درانه زیانونه ګاللي چې باید له پامه ونه‌غورځول شي.

XS
SM
MD
LG