د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۳۵

رليف وېب: په افغانستان کې ملکيان په پراخه توګه د حملو قرباني شوي


  • ډېلي مېل

برېتانيايي ورځپاڼې ډېلي مېل په افغانستان کې په تېرو نهو مياشتو کې د ملکيانو د مرګژوبلې د شمېر زياتېدو ته کتلي دي.

دغه راپور په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر خپور کړی دی.

په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د ۲۰۱۸م کال له جنورۍ مياشتې څخه تر سپټمبر پورې ۲۷۹۸ ملکيان وژل شوي او ۵۲۵۲ نور ټپيان شوي دي.

ډېلي مېل: د دغو تلفاتو ډېری برخه د ځانمرګو بريدونو او بمونو په نتيجه کې ثبت شوې ده.
ډېلي مېل: د دغو تلفاتو ډېری برخه د ځانمرګو بريدونو او بمونو په نتيجه کې ثبت شوې ده.

د دغو تلفاتو ډېری برخه د ځانمرګو بريدونو او بمونو په نتيجه کې ثبت شوې ده.

ډېلي مېل: د افغانستان په خونړیو پيښو کې ډېری مذهبي اقليتونه هدف ګرځي.

​ډېلي مېل ورځپاڼې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تداميچي ياماموتو څرګندونې خپرې کړي چې د دغه هېواد له ټولو ښکېلو لورو يې غوښتي چې د افغانستان بحران ته سوله‌يیز حل ولټوي.

ورځپاڼې دا نکته هم لیکلې چې په خونړیو پېښو کې ډېری مذهبي اقليتونه هدف ګرځي.

داعش ډلې د داسي ډېرو حملو مسئوليت اخيستی دی.

  • رليف وېب

رليف وېب د جګړه‌ځپلو هېوادونو بشري وضعيت ته کتلي او لیکلي يې دي چې په افغانستان کې ملکيان په پراخه توګه او لوی شمېر کې د حملو قرباني شوي.

د دې انټرنټي خپرونې په وينا، د یوناما شمېرې ښکاروي چې ملکيان تر ډېره د دولت ضد مخالفانو تر حملو لاندې راغلي.

د رليف وېب په وينا، ځانمرګې حملې، بمي چاودنې او د ملکيانو هدفي وژنې سږکال په افغانستان کې زياتې شوې دي.

رليف وېب: په ننګرهار کې ملکيانو ته تر ټولو زيات تلفات اوښتي دي.

په هغه راپور کې چې ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ خپور کړی، ويل شوي چې په ننګرهار کې ملکيانو ته تر ټولو زيات تلفات اوښتي دي.

وروسته کابل، هلمند، غزني او فارياب په دوهمه درجه کې ثبت شوي.

د رليف وېب په وينا، د روان کال د لومړۍ مياشتې تلفات د تېر کال ۲۰۱۷م کال د همدې مياشتې د تلفاتو په پرتله ۲۱ فیصده زیاتوالی ښيي.

XS
SM
MD
LG