د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، د سولې د خبرو اترو لپاره ښه فرصت برابر شوی او وسلهوال مخالفین باید له رامنځته شوي فرصته ښه ګټه واخلي.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا له هڅو ملاتړ کوي او وايي، د سولې د خبرو اترو لپاره ښه فرصت برابر شوی او مقابل لوری باید ترې ګټه واخلي.
عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د تلې ۱۶» د وزیرانو شورا له غونډې وړاندې رسنیو ته وویل:
"د دې تر څنګ چې موږ د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو له تمرکز او اساسي هڅو ملاتړ کوو، باوري یوو چې دا پروسه د افغانانو او نړیوالې ټولنې په ملاتړ جدي او په متمرکزه توګه به مخ ته ځي او موږ هیلهمن یوو چې د سولې د خبرو اترو لپاره له برابر شوي ښه فرصته مقابل لوری هم ښه ګټه واخلي."
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره شپه ناوخته له افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس سره د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت په افغانستان کې د سولې د تأمین پر لارو چارو خبرې کړي.
ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی سیمې ته د خپل ۱۰ ورځني سفر په ترڅ کې، پاکستان، عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان او قطر ته هم سفر وکړي.
٦٧ کلن زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر په توګه له ۲۰۰۳ میلادي کاله تر ۲۰۰۵ میلادي پورې او د طالبانو له پرځېدو وروسته په جریانونو کې اساسي رول لوبولی دی.
د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه له ټاکنې وروسته، دا کابل ته د ښاغلي خلیلزاد لومړنی سفر دی.
د افغانستان جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغان ولسمشر غني او خلیلزاد د د روانې اوونۍ د یکشنبې په ماښام وکتل او د سولې د پروسې د بریالیتوب او په هېواد کې د سراسري امنیت د تأمین په هدف د افغان دولت د هڅو په اړهیې خبرې وکړې.
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې دوهم مرستيال محمد اصف صديقي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د سولې لپاره روانې هڅې هیله بخښونکې وګڼلې، خو ټينګار یې وکړ چې باید په دې برخه کې عملي کار وشي.
دی وایي:
"په ټوله کې موږ د سولې خبرو اترو ته خوشبین یوو، خو عملي کار غواړو، ځکه د سولې لپاره له تېرو څو کلونو راهیسې دا ډول ناستې او خبرې اترې شوي، خو تر اوسه کومه مثبته نتیجه لاس ته نهده راغلې."
په همدې حال کې د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان لپاره د ځانګړي سلاکار په توګه د زلمي خلیلزاد هڅې به د افغانستان پر وضعیت مثبت تأثیر ولري.
له ډلې يې ودیر صافي ازادي راډيو ته وویل، دوی تمه لري چې دا ځل باید زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړه د سیمې استخبارات قانع کړي چې یو سولهییز افغانستان د سیمې په ګټه دی، باید په دې برخه کې ټول په شریکه مرسته وکړي.
راپور: ناجیه ساپۍ