د افغانستان د سولې عالي شورا د افغان سولې په برخه کې د امریکا وروستیو اقداماتو ته په اشارې سره وايي چې اوس په بېسابقه توګه د بینالافغاني خبرو لپاره زمینه برابره شوې ده.
د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د ټینګښت په برخه کې د امریکا د هڅو په دوام د سولې عالي شورا دغو هلو ځلو ته خوشبیني ښیي.
د سولې عالي شورا وايي دا چې د امریکا متحده ایالاتو د افغان سولې لپاره ځانګړی او اغېزمن ټیم ګمارلی تر بل هر وخت د سولې د خبرو د پیل لپاره زمینه برابره شوې ده.
سید احسان طاهري
د دغه شورا ویاند سید احسان طاهري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د تلې ۱۷» ازادي راډیو ته وویل:
"په افغانستان کې د بینالافغاني خبرو د پیل لپاره فضا په بېسابقه توګه تغییر او مساعده شوې، موږ هیله لرو چې د افغان حکومت او طالبانو مشرتابه ترمنځ ژر تر ژره نوې خبرې پیل شي."
د افغانستان د سولې عالي شورا په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تازه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې په اړه حکومت او طالبانو ته وړاندیزونه کړي دي.
د ښاغلي خلیلزاد په وړاندیز کې له دواړو افغان حکومت او طالبانو غوښتنه شوې چې د خبرو د پیل لپاره با صلاحیته پلاوي مشخص کړي.
که څه هم تر اوسه افغان حکومت او طالبانو د دغه نوي وړاندیز په اړه څه نهدي ویلي خو تر دې وړاندې طالبانو له امریکا سره په مخامخ خبرو ټینګار کړی دی.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د بینالافغاني او سیمهییزې اجماع د رامنځته کېدو په هدف له افغان چارواکو سره تر کتنې وروسته د سې شنبې په ورځ اسلاماباد ته ولاړ.
د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضلالهادي مسلمیار بیا پاکستان ته په اشارې سره وايي چې که څوک د سولې په بهیر کې همکاري نهکوي امریکا یې باید پر وړاندې دریځ معلوم کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"که څوک سولې ته نهاماده کېږي او په افغانستان کې سوله نهغواړي د پاکستان په ګډون د سیمې د هېوادونو په اړه امریکا باید خپل دریځ روښانه کړي ترڅو سیمه د خپل راتلونکي برخلیک په اړه پوه شي."
د ښاغلي مسلمیار په خبره د امریکا متحده ایالات باید د افغان سولې په برخه کې د اسلامي هېوادونو او په ځانګړې توګه د سعودي عربستان رول هم له پامه ونهغورځوي او د سولې په خبرو کې ریاض هم ښکېل کړي.
راپور: محمد حدیث پردېس