د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

بلومبرګ:که امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل،نیابتي جګړه به پیل شي


  • بلومبرګ خپرونه

بلومبرګ خپرونې د پاکستان د پخواني پوځي مشر پروېزمشرف خبرې خپرې کړي چې وايي، که امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل نو په دې هیواد کې به نیابتي جګړه پیل شي.

مشرف خبرداری ورکوي چې افغانستان به د دوو اتومي قدرتونو هند او پاکستان ترمنځ د نیابتي جګړې پر میدان بدل شي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغانان اوس هم وايي چې پاکستان او یو شمېر نور هیوادونه په افغانستان کې نیابتي جګړې کوي او خپل منځي سیالۍ پکې پالي.

د دوی په باور پاکستان په دې پلمه چې هند د افغانستان له خاورې په پاکستان کې لاسوهنه کوي، د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو ملاتړ کوي.

بلومبرګ:مشرف له واک څخه تر لېرې کېدو وروسته په مرکو کې په زغرده ویلي چې پاکستان په افغانستان کې له نیابتي ځواک څخه، چې اشاره یې طالبانو ته وه، د خپل لوی ګاونډي هند پر ضد کار اخیستی دی.
بلومبرګ:مشرف له واک څخه تر لېرې کېدو وروسته په مرکو کې په زغرده ویلي چې پاکستان په افغانستان کې له نیابتي ځواک څخه، چې اشاره یې طالبانو ته وه، د خپل لوی ګاونډي هند پر ضد کار اخیستی دی.

مشرف، چې په ۱۹۹۹ م کال د یوې کودتا له لارې واک ته ورسېد او بالاخره په ۲۰۰۸ م کال له واکه وپرزول شو، وايي چې پاکستان د افغانستان د ۱۷ کلنې لانجې سوله ییز حل غواړي خو ده هند ته د تور ګوته ونیوله چې له افغانستان څخه په پاکستان کې د بېلتون غوښتونکو د ملاتړ لپاره کار اخلي.

مشرف له واک څخه تر لېرې کېدو وروسته په مرکو کې په زغرده ویلي چې پاکستان په افغانستان کې له نیابتي ځواک څخه، چې اشاره یې طالبانو ته وه، د خپل لوی ګاونډي هند پر ضد کار اخیستی دی.

مشرف، چې په دوبۍ کې جلاوطنه دی، په خپل لوکس اپارتمان کې په یوه مرکه کې وویل«که امریکايي پوځیان سل په سلو کې ووځي، په افغانستان کې د نیابتي جګړې توقع ولرئ.»

مشرف : افغانستان به د دوو اتومي قدرتونو هند او پاکستان ترمنځ د نیابتي جګړې پر میدان بدل شي

مشرف وویل، پاکستان په افغانستان کې د هند نفوذ ویني او هند باید له افغانستانه ووځي.

دی وايي که امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي هند او پاکستان به په دې هیواد کې د سیالیو ډلو ملاتړ پیل کړي او نیابتي جګړه به زور واخلي.

هند په تېرو ۱۷ کلونو کې له افغانستان سره شاوخوا ۴ ملیارد ډالره مرسته کړې. هند وايي چې له افغانستان سره یوازې بشري مرستې کوي او د افغانستان په پرمختیايي پروژو کې برخه اخلي.

  • د اروپايي کمیسیون نشریه

اروپايي کمیسیون په خپله نشریه کې لیکلي چې له افغانستان سره بشري مرستې زیاتوي او د سږ کال تر پای ته رسېدو مخکې ۲۰ ملیون یورو نورې افغانستان ته ورکوي.

د دې خپرونې پر اساس، په افغانستان کې سږنۍ وچکالي په وروستیو څو لسیزو کې بې سارې وه او له همدې کبله په افغانستان کې له وچکالي ځپلیو او د کورنیو چګړو له بې ځایه شویو سره به مرستې وکړي.

د اروپايي کمیسیون نشریه: په افغانستان کې سږنۍ وچکالي په وروستیو څو لسیزو کې بې سارې وه او له همدې کبله اروپايي کمیسیون د سږ کال تر پای ته رسېدو مخکې ۲۰ ملیون یورو افغانستان ته ورکوي.
د اروپايي کمیسیون نشریه: په افغانستان کې سږنۍ وچکالي په وروستیو څو لسیزو کې بې سارې وه او له همدې کبله اروپايي کمیسیون د سږ کال تر پای ته رسېدو مخکې ۲۰ ملیون یورو افغانستان ته ورکوي.

د افغان چارواکو په وینا په لکونو افغانان د وچکالۍ له لاسه بې ځایه شوي دي.

له افغانستان سره د اروپايي اتحادیې له دې تازه مرستې سره به په روان کال کې د دې اتحادیې بشري مرستې ۴۷ ملیون یورو ته ورسېږي.

اروپايي کمیسیون: دا بشري مرستې د اړو کسانو پر اساسي او ابتدايي اړتیاوو لکه سرپناه، خوړو، د څښاک اوبو، حفظ الصحې او طبی خدماتو تمرکز کوي

نشریې د اروپايي اتحادیې د بشري چارو د کمیشنر په قول لیکلي چې د افغانستان په بشري وضعیت کې ښه والی نه دی راغلی، د کال له پیله بحران پراخ شوی او وچکالي زیاته شوې ده.

د اروپايي کمیسیون په خپرونه کې د اروپايي اتحادیې د بحرانونو د مدیریت او بشري چارو د کمیشنر کریستوس لیاندیس په قول ویل شوي چې دا بشري مرستې د اړو کسانو پر اساسي او ابتدايي اړتیاوو لکه سرپناه، خوړو، د څښاک اوبو، حفظ الصحې او طبی خدماتو تمرکز کوي.

XS
SM
MD
LG