د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۸ تله ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۲۷

پاکستان او سیمې ته د زلمي خلیل‌زاد سفر ته خوشبیني


په افغانستان کې د سولې د ټینګښت له‌پاره روانې هلې ځلې او د ملي شورا د راتلونکو انتخاباتو د امنیت په اړه اندېښنې د کابل ورځپاڼو د نن ورځې د بحث تاوده موضوعات جوړوي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت له‌پاره سیمې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سفر ته کتنه کړې او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یو بیان په حواله لیکي:

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له زلمي خلیل‌زاد سره د خبرو پر مهال په افغان سوله کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د ورځپاڼې په وینا خلیل‌زاد له پاکستاني چارواکو سره دا خبرې داسې مهال کوي چې دی خپله په دې باور دی چې پاکستان له طالبانو څخه په ملاتړ په افغانستان کې د جنګ د دوام هڅه کوي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د سولې د عالي شورا په حواله لیکلي دي چې د بین‌الافغاني خبرو له‌پاره بې‌سارې موقع برابره شوې او هیله ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ ډېر ژر د سولې خبرې پیل شي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د روانې جګړې او سولې ته د کېدونکو هلو ځلو په اړه په یو تفصیلي مطلب کې افغان حکومت او ان ترورېستي ډلې له دې عاجزې بللي چې د سولې او یا هم د جنګ په اړه کومه پرېکړه وکړي.

د ورځپاڼې په وینا په افغانستان کې روانه جګړه خورا پېچلې استخباراتي جګړه ده چې ټول د یو بل پر وړاندې مبارزه کوي.

ورځپاڼې لیکلي:

پاکستان او هند، امریکا او روسیه، امریکا او ایران، پاکستان او افغانستان او بالاخره شرق او غرب په افغانستان کې د یو بل پر وړاندې په جګړه بوخت دي او د دې ورانوونکې جګړې ټول زیان افغانان پرې کوي.

ورځپاڼه لیکي چې په دې زړه بوګنونکې جګړه کې بیا افغان حکومت د سولې بیرغ پورته کړی، حال دا چې توان‌یې نه‌لري.

  • هېواد

خو هېواد دولتي ورځپاڼې بیا پاکستان او سېمې ته د زلمي خلیل‌زاد سفر ته خوش‌بیني ښودلې او لیکلي یې دي چې دا سفر به ښې پایلې ولري.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د افغان سولې له‌پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په افغانستان کې په روانو ناخوالو او د هغو په ریښو ښه پوه دی او له یو پوخ پلان سره راوتلی دی.

ورځپاڼه لیکي چې خلیل‌زاد به د پاکستان د نوي حکومت د دریځ د معلومولو تر څنګ ځینو عربي هېوادونو ته هم سفر وکړي او دا به وارزوي چې دغه هېوادونه له افغان سولې سره څه راز همکاري کولای شي.

هېواد په یو جلا مطلب کې هم په دې ټینګار کړی دی چې پر طالبانو او د دوی پر ملاتړو هېوادونو د امریکا د فشارونو له زیاتولو پرته سوله ناشونې ده.

په هلمند کې د ولسي جرګې د انتخاباتو له‌پاره د یو کاندید په دفتر کې له ځان وژونکې حملې وروسته د انتخاباتو د امنیت په اړه پورته شوې اندېښنې بله مهمه مسئله ده چې ځنیو ورځپاڼو پرې بحثونه کړي دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي دي چې په هلمند او ننګرهار کې د کاندیدانو په دفتر او غونډه کې ځان وژونکې حملې او ناامنۍ د راتلونکو انتخاباتو د امنیت پر وړاندې د یو جدي ګواښ تصور رامنځته کوي.

ورځپاڼه لیکي:

حکومت او امنیتي ادارې چې د انتخاباتو د امنیت ډاډ ورکوي، د داسې حملو وروسته پړه پر کاندیدانو اچوي چې ګواکې دوی ته‌یې معلومات نه‌وو ورکړي او خپل مسؤلیت نه‌مني چې د ورځپاڼې په وینا دا د انتخاباتو له امنیت سره یو سطحي چلند دی.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په پای کې حکومت ته سپارښتنه کړې چې د انتخاباتو امنیت ته جدي پام وکړي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې بیا د افغانستان له‌پاره د اروپایي ټولنې د سفیر په حواله لیکلي دي چې د ټولو افغانانو له‌پاره د منلو وړ انتخابات غواړي.

ورځپاڼه لیکي چې د اروپایي ټولنې سفیر ویلي دي چې دوی دا انتخابات په جدي توګه څاري او هڅه کوي، له تېرو انتخاباتو توپیر ولري او رڼې وي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپله تبصره کې د ملي شورا د راتلونکو انتخاباتو په اړه د طالبانو اعلامیې ته کتنه کړې، خو لیکلي یې دي چې امنیتي ځواکونه به په ټول قوت سره د انتخاباتو امنیت ډاډمن کړي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د طالبانو اعلامیه ښیي چې دوی نه خو خپلواکه دي او نه هم د ملي ګټو کوم تعریف لري.

خو ورځپاڼه لیکي چې افغانان به په انتخاباتو کې په پراخ ګډون سره د هېواد دښمنانو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

XS
SM
MD
LG