د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

هاشمي: د حساسو او غیر حساسو  انتخاباتي موادو لویه برخه کابل ته رسېدلې


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته چمتووالی د بشپړېدو په حال کې دی او ډېری حساس او غیر حساس مواد کابل ته را رسېدلي دي او وروستۍ جوپه به‎یې نن را ورسېږي.

د دغه کمېسیون منشي او ویاند سید حفظ الله هاشمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دغه مواد د نورو ولایتونو مرکزونو ته رسېدلي او د کابل زون پنجشیر، کاپیسا او د پروان ولایتونو مرکزونو ته به نن ورسېږي.

سید حفظ الله هاشمي
سید حفظ الله هاشمي

دی وايي:

"هغه حساس مواد چې د انتخاباتو لپاره په‎کار دي لکه پوسټرونه، رنګ، قرطاسیه او نور بېلابېل مواد ټول رارسېدلي دي او دغه مواد د کابل زون پرته د نورو ټولو ولایتونو مرکزونو ته رسېدلي دي."

ښاغلی هاشمي زیاتوي چې د بایومټریک شاوخوا اته نیم زره دستګاوې؛ پرینټر او سرورونه کابل هم ته رسېدلي او پاتې نور به نن د چهارشنبې په ورځ له دُبۍ کابل ته را ورسېږي.

نوموړی وايي، د بایومټریک وسایلو د کارېدنې او د انتخاباتو مرکزونو د کارکوونکو د نیولو لپاره چټک کار روان دی.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د روان کال د میزان په ۲۸مه ترسره کېږي او دا مهال ورته له غزني پرته د کاندیدانو له لوري په ټولو ولایتونو کې کمپاینونه روان دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ یا فیفا که څه هم د انتخاباتو د چمتووالي له هڅو هرکلي کوي، خو په ولایتونو او له ولایتونو ولسوالیو ته د حساسو مواد د لېږد د خوندیتوب په اړه اندېښمن دي.

د دغه بنسټ اجرائیوي یوسف رشید وايي، که حساس مواد خوندي ونه ساتل شي، راتلونکي انتخاباتو شفافیت به تر پوښتنې لاندې راشي.

یوسف رشید
یوسف رشید

دی وايي:

"زموږ اندېښنه دا ده چې دغه حساس مواد لکه رأی پاڼې، ماشین الات او تجهیزات، همدا شان نور ژورنالونه او مهم مواد باید په ډاډمنه توګه وساتل شي، انتقال یې باید خوندي وي، موږ وېره لرو، ځینې مغرضین د انتخاباتو وسایل تخریب نه‎کړي."

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې امنیتي او دفاعي بنسټونو په امنیتي غونډو کې د حساسو موادو د خوندي ساتلو ډاډ ورکړی.

د دغه کمېسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي وايي چې په دوهم پړاو کې به حساس مواد د ولایتونو له مرکزونو ولسوالیو او د انتخاباتو له ورځې وړاندې په درېیم پړاو کې د رأیو مرکزونو ته انتقال شي.

په افغانستان کې روانه ناامني د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو په وړاندې تر ټولو ستره ستونزه ده.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې امنیتي ادارو ورته بشپړ چمتوالی نیولی او ډاډ ورکوي چې دغه انتخابات به په ټاکلي وخت په شفاف ډول ترسره شي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG