د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

د عراق په کردستان کې د پارلمان لپاره انتخابات ترسره کېږي


د عراق په کردستان کې نن د دې خودمختارې سیمې د پارلمان لپاره انتخابات ترسره کېږي.

د عراق د کردستان د سیمه ییز ۱۱۱ کسیز پارلمان لپاره نن یکشنبه په کردمېشتو درېیو ولایتونو کې انتخابات پیل شوي دي.

شااوخوا ۳ میلیونه او سل زره کسان د رأیې ورکولو پر شرایطو برابر ښودل شوي چې د ۲۹ ګوندونو ۶۷۳ کاندیدانو ته به رأیې ورکوي.

د عراق د پارلمان لپاره دغه انتخابات یوکال وروسته له هغې ترسره کېږي چې له عراق څخه د دې سیمې د خپلواکۍ لپاره د هڅو له ناکامېدو وروسته په سیمه کې اقتصادي او سیاسي ستونزې زیاتې شوې دي.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې، د کردستان د سیمه ییزې ادارې واک له څو لسیزو راهیسې په دوو د مسعود بارزاني او جلال طالباني پر کورنیو پورې محدود پاتې شوی دی، خو په دې وروستیو کې د کردستان پر واکمن رژیم انتقادونه زیات شوي دي.

۶۵ کلنه حلیمه احمد چې د ایربیل اوسېدونکې ده، وایي چې نه پوهېږي چې چا ته رأیه ورکړي، خو کورنۍ یې تل د کردستان د خلک ډموکراتیک ګوند KDP ته چې له مشرتابه یې د مسعود بارزاني تر لېرې کېدو وروسته اوس نوشېروان بارزاني مشر دی، رأیې ورکړي دي.

هغه وایي، زوی به یې ورته ووایي چې کوم کاندید ته رأیه ورکړي.

د کردستان د وطنپالو د اتحاد په منځ کې اختلافات ښایي د دې سبب شي چې د کردستان د خلک ډموکراتیک ګوند به پر واکمن دوو ګوندیز ائتلاف کې برلاسی وي.

د انتخاباتو او د ریفرنډم خپلواک کمېسیون وویل چې د ورځې ترنیمایي پورې د مستحقو رأیې ورکوونکو په سلو کې د ۱۶ او ۲۳ ترمنځ خپلې رأیې کارولې دي.

په وروستیو انتخاباتو کې د رأیې ورکوونکو د شمېر د کمېدو یو علت دادی چې د تېلو د تولید دغه بډایه سیمه له یوه په ټپه درېدلي سیاسي وضعیت سره مخامخ شوې، د عامه سکټورونو کارکوونکو ته تنخواوې نه دي ورکړل شوي او د فساد له امله هم د خلکو اعتماد پر سیاست زیانمن شوی دی.

د کردستان د خپلواکۍ لپاره د ۲۰۱۷ میلادي کال د سپټمبر ټولپوښتنه یا ریفرانډم چې په نتیجه کې یې په سلو کې شااوخوا ۹۳ ګډونوالو له عراق څخه د دې سیمې جلاکېدو ته رأیې ورکړې وې، د بغداد د مرکزي حکومت د فشارونو او هم د ترکیې او ایران د ګواښونو له امله عملي بڼه خپله نه کړه.

که څه هم له هغې راهیسې د بغداد له مرکزي حکومت سره د ایربیل د رژیم اړیکې بېرته ښه شوي، خو د کردستان د سیمه ییزې ادارې او دغه راز د اقتصادي خودمختارۍ له پلوه یې زیات تاوان ورکړی دی.

ترکیې او ایران د عراق د کردستان له خپلواکۍ سره مخالفت د دې لپاره کړی چې پرسوریې سربېره په دواړو دغو هېوادونو کې کردان اوسي او ورسره دا وېره وه چې ښایي دوی هم د عراق په څېر له ورته سرنوشت سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG