د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

نیویارک ټایمز: اداري فساد او د مافیا نفوذ، د افغانستان وضعیت پیچلی کړی


  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز د ننګرهار په کامه ولسوالي کې پروني برید ته اشاره کړې ده.

په دې حمله کې چې د یوه کاندید د کمپاین پر لاریون وشو چې په لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

نیویارک ټایمز لیکي له دې سره یو ځل بیا انتخاباتو ته شته اندیښنې رابرسېره شوي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي:

په وروستیو کلونو کې د طالبانو ترڅنګ د داعش د فعالیتونو له پيلیدو سره په ننګرهار کې شخړې زیاتې شوي دي.

په وروستیو کلونو کې د طالبانو ترڅنګ د داعش د فعالیتونو له پيلیدو سره په ننګرهار کې شخړې زیاتې شوې دي
په وروستیو کلونو کې د طالبانو ترڅنګ د داعش د فعالیتونو له پيلیدو سره په ننګرهار کې شخړې زیاتې شوې دي

نیویارک ټایمز څرګندوي چې اداري فساد او د مافیا ژور نفوذ دغه وضعیت نور هم پیچلی کړی دی او حکومت په وروستیو کې د پولیسو ټول جګپوړي چارواکي په دغه ولایت کې له دندو ګوښه کړې دي او د امنیت چارې یې پوځ ته سپارلې دي.

  • ډیپلوماټ

ډیپلوماټ خپرونې د افغانستان د ولسې جرګې د انتخاباتو او د دې ټولټاکنو امنیت ته د اندیښنې مسئله څېړلې ده.

د خپرونې په باور د افغانستان د تحلیل ګرانو د شبکې غړي علي یاور عادلي تر انتخاباتو مخکې د یو شمېر جدي ستونزو یادونه کړې ده.

خپرونه بیا د ستونزو په لړ کې ناامني، د رأی ورکوونکو د نوم ثبتونې بهیر، د انتخاباتو د دوو بنسټونو ترمنځ جنجال همدا راز د سیاسي ګوندونو دا غوښتنه یادوي چې د انتخاباتو سیستم دې بدل شي.

ډیپلوماټ: په افغانستان کې ناامني د اندیښنې وړ مسئله ده.
ډیپلوماټ: په افغانستان کې ناامني د اندیښنې وړ مسئله ده.

د ډیپلومات په وینا ناامني د اندیښنې وړ مسئله ده.

خپرونې د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د سرمفتش د ادارې وروستي ځانګړي راپور ته هم اشاره کړې ده.

په دې راپور کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په وینا راغلي دي چې درې پنځوس اعشاریه درې فیصده ولسوالۍ د افغانستان د حکومت تر واک لاندې دي یا اغېز پرې لري.

د دې راپور له مخې پر ۳۰ فیصده ولسوالیو نه حکومت او نه هم طالبان کنټرول لري.

دیپلومات : د انتخاباتي کمپاینونو له پیلیدو سره پنځه کاندیدان د بیلابیلو بریدونو پرمهال وژل شوې دي

د افغانستان د ولسې جرګې انتخابات د تلې په ۲۸ دي.

دیپلومات لیکي چې اندیښنه یوازې د انتخاباتو ورځې ته نه ده، سر له اوسه لا ګواښونه شته، خپرونه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د مرستیال عزیز ابراهیمي په وینا لیکي چې د انتخاباتي کمپاینونو له پیلیدو سره پنځه کاندیدان د بیلابیلو بریدونو پرمهال وژل شوې دي.

XS
SM
MD
LG