د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

ډېلي مېل: انتخاباتي کمپاینونه پیل سو، له کانديدانو څخه ۴۱۷ ښځې دي


  • ډېلي مېل

ډېلي مېل خپرونې د افغانستان د انتخاباتو د کمپاين پیلېدو په اړه لیکلي دي. په مقاله کې راغلي چې د افغانستان د پارلماني ټاکنو کانديدانو خپل انتخاباتي کمپاين په رسمي توګه پیل کړ.

ټاکل شوې ده تلې په ۲۸مه نېټه د ولسي جرګې انتخابات وشي خو دا څرګنده نه ده چې ایا په هغو سيمو کې به هم انتخابات کيږي چې د طالبانو تر کنترول لاندي دي که نه.

مقالې ليکلي، انتخابات په داسي حال کې راروان دي چې طالبانو او داعش ډلې دواړو خپلو خونړيو حملو ته دوام ورکړی.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسيون مرستیال وياند عزيز ابراهيمي
د انتخاباتو د خپلواک کمیسيون مرستیال وياند عزيز ابراهيمي

مقالې د انتخاباتو د خپلواک کمیسيون مرستیال وياند عزيز ابراهيمي له قوله ليکلي چې ۲۵۶۵ کانديدان د ولسي جرګې د ۲۴۹ څوکیو لپاره په انتخاباتو کې ګډون کوي.

ابراهيمي ويلي چې له کانديدانو څخه ۴۱۷ ښځې دي.

د کابل او نورو ولايتونو اوسېدونکي د جمعې په ورځ پر سرکونو او واټونو د رنګارنګ اعلانونو او پوسترونو شاهدان وو.

  • انادولو ورځپاڼه

انادولو ورځپاڼې هم د افغانستان د انتخاباتو په اړه يوه مقاله خپره کړې ده. په مقاله کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له قوله راغلي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو نوماندان کولای شي د اکتوبر مياشتې تر اتلسمې نيټې چې تر انتخاباتو دوې ورځې مخکې دی، خپل کمپاین ته دوام ورکړي.

د ولسي جرګې د انتخاباتو نوماندان کولای شي د اکتوبر مياشتې تر اتلسمې نيټې چې تر انتخاباتو دوې ورځې مخکې دی، خپل کمپاین ته دوام ورکړي
د ولسي جرګې د انتخاباتو نوماندان کولای شي د اکتوبر مياشتې تر اتلسمې نيټې چې تر انتخاباتو دوې ورځې مخکې دی، خپل کمپاین ته دوام ورکړي

د انتخاباتو خپلواک کمیسيون له قوله لیکل شوي چې هيڅ کانديد نشي کولای پر خپل کمپاین تر دوه مليونه، یو لک او شل زره افغانيو زیاتې مصرف کړي.

  • دي هِل خپرونه

دي هِل خپرونې بیا د افغان پناه غوښتونکو ستونزو ته کتلي دي. مقالې په اتريش کې د یوه افغان پناه غوښتونکي عبدالله نويد په اړه ليکلي چې دی لومړی له افغانستانه پاکستان ته تللی وو او وروسته يې اتريش ته پناه يووړه.

مقالې ليکلي، په اتریش کې د ښاغلي نويد ژوند په لومړيو کې اسانه نه وو خو درې کاله وروسته یې مېرمن او اولادونه هم له ده سره په اتريش کې يو ځای شول.

ښاغلی نويد اوسمهال په اتريش کې له نويو پناه غوښتونکو سره په ځای پر ځای کېدو کې مرسته کوي.

دي هل: له کورنۍ ليري والی او کډوالي د پناه غوښتونکو پر رواني حالت منفي اغېز کوي
دي هل: له کورنۍ ليري والی او کډوالي د پناه غوښتونکو پر رواني حالت منفي اغېز کوي

دي هل د نیوساوت ويلز پوهنتون یوې استادې بلينډا ليډل له قوله لیکلي چې له کورنۍ ليري والی او کډوالي د پناه غوښتونکو پر رواني حالت منفي اغېز کوي.

د دې په وينا، که ځيني کسان له مخکې لا یو شمېر ستونزې لري، جګړې، بشري حقونو څخه سرغړونو او په زوره بې ځايه کېدو غوندي ستونزو له کبله یې وضعيت نور هم خرابېدای شي.

مقالې ليکلي چې په هرو درو پناه غوښتونکو کې یو ژور خپګان لري خو د اتریش وګړي په هرو دوولسو کسانو کې یو یې ژور خپګان لري.

XS
SM
MD
LG