د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې د وژل شویو کورنۍ د عدالت او غرامت غوښتنه کوي


افغانستان کې د ناټو د یوې قرارګاه عکس/آرشیف
افغانستان کې د ناټو د یوې قرارګاه عکس/آرشیف

یو شمېر کسان چې ادعا کوي د کورنۍ غړي یا خپلوان یې تېرو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي اوس له نړیوالې ټولنې عدالت غواړي او وايي دوی ته باید غرامت هم ورکړل شي. دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې تور لګولی چې د بهرنیو ځواکونو په بېلابېلو عملیاتو کې یې د کورنۍ غړي په قصدي ډول وژل شوي.

تازه نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې یو شمېر بریتانیوي ځواکونو دا منلې چې په افغانستان کې یې د ماموریت پرمهال بې وسلې افغانان وژلي دي.

یو شمېر افغانان چې د کورنۍ غړي یې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو پرمهال وژل شوي وايي له بې وزلۍ او ډول ډول ستونزو سره مخامخ دي.

عسکر په یوه کلیواله سیمه کې
عسکر په یوه کلیواله سیمه کې

صالح محمد چې په ۲۰۱۵ کال کې د کندز د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون د قاطع ماموریت په هوايي برید کې یې کاکا وژل شوی په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

«زما یوه تره په کندز ولایت د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون کې د برید له کبله شهید شو، هغه هلته د نرس په توګه کار کاوه، د هغه سربیره نور ډېر بې ګناه خلک د بهرنیو ځواکونو په دغه هوايي برید کې شهیدان او ټپیان شول، زموږ ټوله کورنۍ یې د غم په ټغر کینوله که څه هم موږ سره یوه څه مرستې وشوې خو هغه ډول چې پکار زموږ لاسنیوی ونشو د هغه غم اوس هم تازه دی ځکه چې اولادونه یې واړه دي باید لاسنیوی یې وشي او عدالت تامین شي.»

د هلمند د نهرسراج ولسوالۍ اوسیدونکی عبدالباري چې د ۱۳۹۸ کال په ثور میاشت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې یې شپږکلن زوی ووژل شو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

« زه د سهار لمانځه ته تلم، کوچنیان په کټ کې پراته وه، طیارې زموږ څنګ ته په یو سرای بم راوغوځاوه چې ټوټې زموږ په ځای کې ولیګېدې، هغه وخت خلکو ویلي چې پر دوی د راکټ فیرونه وشول نو ځکه یې بمباري وکړه خو باور وکړئ چې طیارې ټوله شپې ګرځېدې موږ ان لا څراغونه مړه نه کړه.»

دا په داسې حال کې ده چې د نیویارک ټایمز د راپور پر بنسټ په افغانستان کې د برتیانیايي ځواکونو د جنایتونو د څیړنو په لړ کې یو شمیر سرتیرو اعتراف کړی چې د جګړې پر مهال يې بې وسلې افغانان وژلي دي.

د نیویارک ټایمز په راپور کې دغه رازراغلي چې دغو سرتیرو د تیرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د بندو دروازو ترشا په محکمه کې دا خبرې کړي دي.

د یاد راپور پربنسټ یوه سرتیری چې نوم یې نه دی خپور شوی، محکمې ته ویلي، «دوی ته ویل شوي و، چې ټول نارینه جنګیالي ووژنئ، حتی هغه کسان چې د هغوی له خوا تاسې ته کوم خطر نه وي او وسلې ونه لري.»

شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې اسټرلیايۍ « اې بي سي» رسنۍ هم راپور ورکړی چې اسټرلیايي ځواکونه له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۶ کاله په افغانستان کې د ۳۹ ملکي افغانانو په وژنه کې ښکیل دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد درې ورځې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس ته په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې افغانان د بهرنیو ځواکونو له لوري د ترسره شویو جنایتونو غرامت غواړي او په ټکو یې د افغانانانو پر وړاندې د بهرنیو ځواکونو جنایتونه د یو فرد کار نه؛ بلکې دا یو پلان شوی عمل و.

د حقوقي چارو کارپوهان له ډلې یې سبحان مصباح وايي په جګړو د بې ګناه خلکو وژنه په ټولو قوانیونو کې لوی جرم او ترسره کوونکي یې باید حساب ته راکاږل شي.

« اصل دا دی چې که چیرته دغه ځواکونه په خپلو هېوادونو کې محاکمه کیږي چې باید محاکمه هم شي بیا خو تر ډېره ستونزه حل ده چې باید د محاکمې سربیره خلکو ته غرامت هم ورکړل شي او دا په خپله د دوی مکلفیت چې زیانمن شوې کورنۍ راپیدا کړي خو که داسې نه کیږي کورنۍ یې کولای شي چې د مدافع وکیلانو په مرسته نورو ادرسونو ته په مراجعې سره د عدالت غوښتونکي شي.»

که څه هم په دې اړه کره شمېرې نشته چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شاوخوا شلن کلن ماموریت پرمهال څومره ملکي وګړي وژل شوي دي خو د حقوقي چارو پوه سبحان مصباح وايي هغه هېوادونه چې پوځي ځواکونو یې په افغانستان کې ملکي خلک وژلي او حساب ورکونې ته چمتو نه دي د جرمنو نړیواله محکمه د عدالت د تامینولو لپاره په دې مسله کې مداخله کولای شي.

XS
SM
MD
LG