د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۷

سرخط: د راتلونکو انتخاباتو پر کاندیدانو نا امنیو دروند سیورۍ غوړولی


د کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې اکثره تبصرې د انتخاباتو د امنیت په اړه پورته شوېو اندیښنو او په افغانستان کې د داعش د فعالیت او جلب او جذب مسئلې ته ځانګړي کړي دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د ننګرهار په کامه ولسوالۍ کې پر انتخاباتي کمپاین ځان وژونکې حملې ته په اشارې لیکلي دي چې د را روانو انتخاباتو پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه نا امني ده.

ورځپاڼې لیکلي:

د نا امني دا اندیښنه یوازې د خبرو تر حده نه ده، بلکه په عمل کې ولیدلی شو چې د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې په بهیر کې ګڼ شمېر بریدونه وشول چې په کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله او اوس د انتخاباتي کمپاین پر مهال هم د څو حملو راپورونه ورکړل شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې چې د انتخاباتي کمپاین تر پای ۱۷ ورځې پاتې دي، نو دا ویره شته چې داسې حملې تکرار شي، حال دا چې کاندیدان هم د نا امنیو له وېرې لویې غونډې نه شي جوړولی.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په پای کې حکومت ته سپارښتنه کړې چې د خبرو پرځای دې د امنیت د ټینګښت له پاره عملي ګامونه پورته کړي، ځکه د ورځپاڼې په باور که حکومت په یوه سیمه کې د امنیت ژمنه کوي او هلته حملې روانې وي، نو راتلونکي انتخابات به لا خونړي شي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې بیا پر کاندیدانو د حملو څو پیښو ته په اشارې لیکلي دي چې د راتلونکو انتخاباتو پر کاندیدانو نا امنیو دروند سیورۍ غوړولی دی.

ورځپاڼه وړاندې د خپلې تبصرې پر دوام لیکي چې نا امنیو تر دې حده د انتخاباتو پر بهیر سیورۍ غوړولی دی چې غزني ولایت د امنیتي حالت له کبله له دې انتخاباتو مستثنا کړای شوی او ویل کېږي چې هلته به د ملي شورا انتخابات د جمهوري ریاست له انتخاباتو سره یوځای ترسره شي.

ورځپاڼې لیکلي دي، که حکومت د ملي شورا د انتخاباتو امنیت ټنیګ نشي کړای، نو راتلونکي انتخابات به له ګڼو ستونزو سره مخ شي چې ان د دغه بهیر سلامتیا هم تر پوښتنې لاندې وړای شي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا موجوده حالاتو ته په کتو لیکلي دي چې لومړۍ باید سوله ټینګه شي او بیا انتخات وشي.

ورځپاڼه د مطلب په دوام لیکي:

افغانان هغه ډیموکراسي او انتخاباتو ته چې د ټولنیزې او اقتصادي ودې پر بنسټونو ولاړه او د هېواد د بچیانو د سیاسي تفکر محصول وي هرکلی وایي.

ورځپاڼې وړاندې د خپل بحث په دوام لیکلي دي چې انتخابات باید په بشپړه دولتي واکمني او امن فضا کې د بهرنیانو د مداخلې پرته ترسره شي.

ورځپاڼې د خپل بحث په پای کې دا باور څرګند کړی دی چې په موجوده حالاتو کې د انتخاباتو ترسره کول یوازې بهرنیو ته ګټه رسوي، افغانانو ته نه.

په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیت او جلب او جذب بله مهمه مسئله ده چې د کابل ځینو ورځپاڼو پرې بخثونه کړي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې د ولسي جرګې د ځینو غړو په حواله په یو مطلب کې لیکلي دي چې داعش په کابل کې نجونې خپلې لیکې ته جذبوي.

ورځپاڼه لیکي چې د ولسي جرګې یو غړي محمد عارف رحماني د یو امنیتي چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی اخېستی ویلي دي چې د کابل په ځینو ښوونځیو او مدرسو کې یو شمېر نجونې د داعش له ډلې سره یوځای شوي دي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د ولسي جرګې دې غړي په خپله فیسبک پاڼه کې له دغې ترورستي ډلې سره د نجونو یو ځای کېدل امنیت یو جدي خطر بللی دی.

خو ورځپاڼې دا هم لیکلي دي چې یو شمېر دغه نجونې د امنیتي ادارو له خوا نیول شوي دي، چې د تحقیقاتو په مهال یې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا د داعش د فعالیت په اړه د روسیې د ځانګړي استازي څرګندونې راخېستې دي چې ویلي دي، داعش ډله د منځنۍ اسیا د بې ثباته کولو هڅه کوي.

ورځپاڼه لیکي چې ضمیر کابلوف دا هم ویلي دي چې داعش ډله په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو سره د جګړې اراده نه لري، بلکه د منځنۍ اسیا د هېوادونو د بې ثباته کولو هدف تعقیبوي.

XS
SM
MD
LG