د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

له کاندیدانو سره د غیر دولتي بنسټونو مرستې او د کمېسیون خبرداری!


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې سیاسي ګوندونه، او غیرې دولتي بنسټونه د نوماندانو د مالي مصارفاتو د لایحې له مخې نه شي کولای له نوماند سره له سلو زرو د زیاتو افغانیو مرسته وکړي.

د دغه کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل که کوم نوماند سرغړونه وکړي نو تر عدلي او قضايي څار لاندې به ونیول شي.

عبدالعزیز ابراهیمي
عبدالعزیز ابراهیمي

نوموړي زیاته کړه:

"سیاسي ګوندونه او ټول داخلي حکمي شخصیتونه او همدا شان غیر دولتي بنسټونه د نوماندانو د مالي مصارفو د لایحې د شپږمې مادې له مخې کولای شي سل زره افغانۍ مرسته وکړي هغه هم په داسې حال کې چې د پیسو رسید او همدا راز په دې اړه وضاحت ولري."

دا په داسې حال کې ده چې د ځینو راپورونو پر اساس د افغانستان لپاره د ډیموکراسۍ بنسټ هر نوماند ته د کمپاینونو لپاره تر دېرش زره ډالرو پورې پیسې ورکوي.

په راپورونو کې د ولسي جرګې د ځینو وکیلانو له قوله دا هم ویل شوي چې دغه بنسټ د ځوانو نوماندانو ترمنځ د همغږۍ په پلمه د ځینو نوماندانو د بریا لپاره هڅې کوي.

د ولسي جرګې غړو همدا راز ویلي چې دغه بنسټ د کابل په دوو سیمو کې دفترونه لري چې د مرکز سربېره په ولایتونو کې د ولسي جرګې لپاره د ځینو نوماندانو ملاتړ کوي.

په راپورونو کې همدا راز ویل شوي چې د اداري امور مخکنی رئیس او ولسمشر غني ته نېږدې کس داوود نورزی د دغه بنسټ مشري کوي.

خو داوود نورزی چې ځان د افغانستان لپاره د ډیموکراسۍ بنسټ لوی پارټنر معرفي کوي وايي چې دوی یوازې د ځوانانو کاندیدانو چې تحصیل یې کړی وي همکاري کوي.

ښاغلي نورزي له نوماندانو سره مالي مرسته رد کړه او وايي له دغو نوماندانو سره په تخنیکي برخو او په ځانګړې توګه د دوی په وړاندې د را ولاړو شویو سیاسي ستونزو په حل کې مرسته کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د رسنیو په برخه کې مرسته کوو، د انتخاباتو په ورځ او یا په انتخاباتو کې هره ستونزه چې لري، موږ کولای شو انتخاباتي کمېسیونو ته سپارښتنه وکړو او له دوی سره مرسته وکړو."

ښاغلی نورزی زیاتوي چې د دوی بودجه د چا له لوري نه تمویل کېږي او دوی له شخصي بودجې کارونه پرمخ وړي.

د نوموړي په وینا تراوسه د ولسي جرګې شااو خوا ۹۰۰ کاندیدانو ځانونو ورسره ثبت کړي دي.

بل خوا د انتخاباتي شکایتونو کمېشنر عبدالبصیر فایز وايي که چېرې ثابته شي چې هر بنسټ له کاندانو سره له یولک افغانیو پورته مرسته کړې او په دې برخه کې شکایت ثبت شي، کمېسیون به دغې موضوع ته رسیدنه وکړي.

که څه هم ښکاره نه ده چې د افغانستان لپاره دموکراسۍ بنسټ د اقتصاد وزارت په چوکاټ کې کار کوي، خو د عالیې وزارت د غیر دولتي موسساتو له قانون سره سم یوازې هغه انجوګانې کولای شي چې د ظرفیت په لوړونې، رسنیو، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې فعالیت وکړي چې ثبت وي.

په ورته وخت د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو یا فیفا موسسې اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي د دغو بنسټونو له فعالیتونو اندېښمن دي.

یوسف رشید
یوسف رشید

نوموړي زیاته کړه:

"دا یو غیر شفاف او له وضاحت پرته اقدام دی او موږ د دغه بنسټ له لورې د وضاحت غوښتونکي یو، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون او د عدلې وزارت باید په دې اړه چې دغه بنسټ یې ثبت کړی او که څنګه باید معلومات ورکړي."

ښاغلي رشید له انتخاباتي کمېسیونونو غواړي چې په دې برخه کې عاجله څېړنه وکړي او پرې نږدي چې راتلونکي انتخابات د سیاسي فشارونو تر شعاع لاندې راشي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG