د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۳

د افغانستان علماء: د جګړې ښکېلې خواوې دې د روژې په درناوي اوربند وکړي


په داسې حال کې چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د جګړې اور بل دی، د دغه هېواد د علماوو شورا له ښکېلو خواوو غواړي چې د روژې د میاشتې په درناوي جګړه ودروي.

د دغه شورا غړی مولوي شهزاده شاهد وايي، روژه د صبر او زغم میاشت ده او په دغې میاشت کې افغانان باید د دې فرصت پیدا کړي چې د امن په فضا کې عبادت وکړي.

ښاغلي شاهد د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۲۷» د روژې میاشتې په لومړۍ ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د جګړې ښکېلې خواوې باید دغه مسئله په پام کې ونیسي او اوربند وکړي.

مولوي شهزاده شاهد
مولوي شهزاده شاهد

نوموړي زیاته کړه:

"د روژې مبارکه میاشت د خیر، برکت، صبر او زغم میاشت ده، د جګړې له ښکېلو خواوو زموږ هیله دا ده چې جګړه ودروي، څو خلک په پوره ډاډ د دغې میاشتې له فضایلو برخه‌مند شي."

دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې جګړو زور اخیستی دی.

طالبانو څه موده وړاندې د الخندق په نوم عملیات پیل کړل او دا یې ویلي چې په ټول افغانستان کې به خپلې حملې زیاتې کړي.

په ورته وخت کې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې مخ پر خرابېدونکي امنیتي وضعیت دوی اندېښمن کړي دي.

د روژې په میاشت کې جګړه سل په سلو کې ودروئ.

هدایت‌الله او عزیز محمد رحماني وايي، په دغې میاشت کې باید جګړه ودرول شي، څو افغانان وکړای شي په ارامه فضا کې خپل عبادت وکړي.

دوی زیاتوي:

"هیله کوو چې د روژې د میاشتې په برکت له جګړو او بې‌اتفاقیو لاس واخلئ او پرېږدئ چې مسلمانان د سولې تر چتر لاندې دغه میاشت تېره کړي."

"زما غوښتنه په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو خواوو دا ده چې په ځانګړې توګه د روژې په میاشت کې جګړه سل په سلو کې ودروي."

یو شمېر دیني عالمان هم وايي چې روژه د خیر، سولې، ارامښت او عبادت میاشت ده او په دغې میاشت کې باید ښکېلې خواوې له جګړې لاس واخلي.

دیني عالم مولوي بحرالدین جوزجانی وايي، افغانان حق لري چې لکه د نورې نړۍ د مسلمانانو په څېر په ارامه او امن فضا کې روژه ونیسي او په جګړه کې ټولې ښکېلې خواوې باید د دوی دغه حقه حق ورڅخه وانه‎خلي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG