د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

د افغانستان په ورزشي بنسټونو کې د پراخو اصلاحاتو غوښتنې


یو شمېر افغان لوبغاړي او ورزش‌پوهان د هېواد په ورزشي بنسټونو کې د پراخو اصلاحاتو غوښتنه کوي.

که څه هم يو شمېر افغان لوبغاړي او ورزش‌پوهان د المپیک ملي کمېټې له انتخاباتو وروسته په دغې کمېټه کې د شته ستونزو هواري ته هیله‌مند دي، خو په خبره‌یې تر کومې چې په ورزشي بنسټونو کې د مافیايي کړیو لاسونه لنډ نه‌شي په ورزشي ادارو کې اصلاحات ناشوني دي.

د دوی په خبره، د افغانستان ورزش په تېرو څو کلونو کې په کافي اندازه زیانمن شوی او باید په‌کې بنسټیز او ژور اصلاحات راشي.

د افغانستان د رزمي لوبو اتل احمد ولي هوتک او د تکواندو نوموتی لوبغاړی نثار احمد بهاوي وايي، که د افغانستان د بدني روزنې او د المپیک ملي کمېټې نوې رهبري په خپلو ژمنو عمل ونه‌کړي، نو دوی به هم غلي پاتې نه‌شي.

احمد ولي هوتک
احمد ولي هوتک

ښاغلی هوتک زیاتوي:

"موږ هیله‌مند یو چې يو ښه المپیک ولرو څو د لوبغاړو درد دوا شي او ستونزې یې هوارې شي، په ورزشي ادارو کې اصلاحاتو ته خوشبینه یم، خو ډاډه نه‌یم، ځکه د افغانستان د بدني روزنې او المپيک ملي کمېټه کې د مافیاوو ځینې کړۍ دي، ترڅو چې د دوی لاسونه لنډ نه‌شي د رئیس په بدلېدو سره ستونزه نه‌هوارېږي."

نثار احمد بهاوي
نثار احمد بهاوي

نثار احمد بهاوي​:

"هغه ژمنې چې د المپيک د ملي کمېټې او بدني روزنې رئیس ولي رحیمي له‌خوا شوي، هیله لرم چې عملي شي او که عملي نه‌شي، نو بیا موږ یو، رسنۍ شته داسې يې بیا نه‌پرېږدو."

د دوی په خبره د افغانستان په ورزشي بنسټونو کې موجوده ستونزو ته په کتو پراخو اصلاحاتو او بدلونونو ته اړتیا لیدل کېږي څو د هېواد ورزش له روان ناورین نه بهر شي.

دا په داسې حال کې ده چې د المپيک ملي کمېټې د مشرۍ پر سر له دوو کلنو ناندریو وروسته د روان میلادي کال د اپرېل میاشتې په ۵مه نېټه د دغې کمېټې د رهبرۍ لپاره ټاکنې وشوې چې په نتیجه کې یې حفیظ‌الله ولي رحیمي چې د بدني روزنې ریاست مشري هم کوي، د المپيک ملي کمېټې د رئیس او باور هوتک د لومړي مرستیال، هاشم کریمي د دوهم مرستیال او روبینا جلالي د ښځو د برخې د مرستیالې په توګه وټاکل شول.

په دغو انتخاباتو کې د ۲۸ فدراسیونونو سربېره روح‌الله نېکپاه، روبینا جلالي او د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې استازي الله داد نوري خپلې رأیې وکارولې.

دغه ټاکنې د نړیوال او اسیا المپيک کمېټې د استازي حیدر فرمان او د ولسمشر محمد اشرف غني د يو شمېر سلاکارانو، د ولسي جرګې د وکیلانو او رسنیو په حضور کې ترسره شوې.

ښاغلي حیدر فرمان دغه ټاکنې رڼې وبللې او د افغانستان د المپيک ملي کمېټې له نوې رهبرۍ نه‌يې وغوښتل چې د افغانستان د ورزش په وړاندې د پرتو ستونزو د هواري لپاره جدي هڅې وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د المپيک ملي کمېټې د رهبرۍ ټاکنې ډېرې شفافې وې، خو دا د پرمختګ په لور لومړی ګام دی، له دې وروسته دوی ډېر زیات نور کارونه لري چې باید یې وکړي څو د افغان لوبغاړو په وړاندې پرتې ستونزې هوارې شي."

په همدې حال کې د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون رئیس حسین حمیدي وايي، دا چې د بدني روزنې او المپیک ملي کمېټې واګې يو کس ته وسپارل شوې، نو دغه چاره به د ورزشي فدراسیونونو او ادارو ترمنځ همغږي رامنځته کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"له دې وړاندې چې د بدني روزنې او المپیک کمېټې ترمنځ چې کوم جنجالونه و اوس هغه نه‌شته او یو کس‌يې په راس کې دی او د هېواد ورزش رهبري کوي، له دې سره د موازي فدراسیونونو د رامنځته کېدو مخه هم نیول کېږي."

د ښاغلي حسیني په خبره په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د ورزش تر ټولو لویه ستونزه د موازي ادارو او فدراسیونونو وه چې افغان لوبغاړو ته‌یې ګڼې ستونزې پیدا کړې وې.

نوموړی ډاډه دی چې د المپيک ملي کمېټې د نوې رهبرۍ په راتګ سره به په ورزشي بنستونو کې د پام وړ اصلاحات راشي او د هېواد ورزش به ښه لوري ته روان شي.

بل‌خوا يو شمېر ورزش‌پوهان بیا په دې باور دي چې يوازې په انتخاباتو سره د افغانستان د ورزش ستونزه نه‌هوارېږي، بلکې په دې برخه کې يو لړ جدي او لازمو اقداماتو ته اړتیا ده.

د ورزشي چارو پوه مجیب رحماني په خبره د افغانستان په ورزشي ادارو او فدراسیونونو کې د مسلکي کدرونو نشتوالی هغه څه دي چې د لوبغاړو د پرمختګ مخه‌يې ډب کړې ده.

نوموړی وايي، د بدني روزنې او المپيک ملي کمېټې نوې رهبرۍ ته په‌کار ده چې په ورزشي ادارو کې د چارو د ښه‌والي لپاره وړ کدرونه په دندو وګماري.

دی زیاتوي:

"موږ د لوبو په برخه کې ډېرې ستونزې لرو، که چېرې د لوبغاړو، فدراسیونونو او خلکو حق ورکړل شو، نو بیا ستونزه حل ده. په هېواد کې ډېر استعدادونه شته، وړتیاوې شته، تکړه لوبغاړي او په کار پوه خلک شته باید ورنه د ورزش د ښه‌والي لپاره کار واخیستل شي. پرته له دې، رحیمي صاحب نه بیا په بدني روزنه کار کولای شي او نه هم المپیک کې."

د ښاغلي رحماني په خبره په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان ورزش دومره لوړې ژورې لیدلي چې سمول به دومره اسانه کار نه‌وي.

خو د افغانستان د بدني روزنې او المپيک ملي کمېټې مسؤلین بیا په ورزشي بنسټونو او ادارو کې د ستونزو د هواري په هدف د يو لړ مېکانیزمونو او پلانونو د پلي کولو خبره کوي.

حفیظ‌الله ولي رحیمي که څه هم مني چې د افغانستان ۹۰ سلنه فدراسیونونه غیر معیاري او بې‌اساسه دي، خو په خبره‌یې هڅې یې پیل کړي څو د نړۍ د نورو هېوادونو په شان د افغانستان ورزشي فدراسیونونه هم معیاري شي.

ښاغلی رحیمي وايي، اوس‌مهال د ورزشي فدراسیونونو ټاکنې روانې دي چې د دغو ټاکنو له پای ته رسېدو سره سم به په فدراسیونونو کې د ظرفیت جوړونې او مسلکیتوب لپاره اړین ګامونه واخیستل شي.

"د افغانستان ۹۰ سلنه ورزشي فدراسیونونه غیر معیاري دي"
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:07:20 0:00

نوموړي زیاته کړه:

"موږه په دې اړه يوه بشپړه ستراتېژي جوړه کړې ده چې له مخې یې فدراسیونونو سره کار روان دی څو دغه فدراسیونونه په نړیوال معیار برابر او فعالیتونه‌یې مسلکي شي. زموږ لومړی کار همدا دی چې په ادارو او فدراسیونونو کې ظرفیت جوړونه وکړو."

په تېرو دوو کلونو کې تر ټولو اساسي ستونزه چې ورزشي ادارې او فدراسیونونه ورسره مخ و هغه د بودجې او امکاناتو نشتوالی وو چې له امله‌یې ډېری افغان لوبغاړي له نړیوالو سیالیو پاتې شول.

خو د افغانستان د بدني روزنې او المپيک ملي کمېټې رئیس وايي، ولسشمر محمد اشرف غني او د ماليې وزیر اکلیل حکیمي په دې برخه کې له نوموړي سره د هر راز همکاریو او امکاناتو د برابرولو ژمنې کړي.

د دوی په خبره له افغان حکومت سربېره يو شمېر نړیوالو ادارو هم د افغانستان د ورزشي بنسټونو سره د مالي او نورو امکاناتو د برابرولو وعدې کړې دي.

خو له دې ټولو سره سره د ورزشي چارو پوه ابراهیم مومند بیا په دې باور دی چې د هېواد په زیاتره ورزشي ادارو کې مسؤلین بدلون او اصلاحاتو ته ډېر ژمن نه‌دي چې دغې چارې د لوبغاړو په لاسته راوړنو ناوړه اغېز کړی.

ښاغلی مومند وايي، که د ورزشي ادارو مسؤلین او مشران د هېواد د ورزش لپاره اساسي کار وکړي، نو افغان لوبغاړي به په هر میدان کې د هېواد نوم وځلوي او ډېر ویاړونه به د افغانستان په نوم کړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG