د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې رئیس څوک دی؟


د افغان ولسمشر له خوا د المپيک په ملي کمېټه کې د موازي بنسټونو د لغوې د حکم تر صادرېدو وروسته هم، دغه کمېټه د دوو رئیسانو له خوا اداره کېږي.

محمود حنیف او ظاهر اغبر د دغه ورزشي ارګان د مشرۍ دعوه لري.

اوس پوښتنه دا ده چې د افغانستان د المپیک کومه کمېټه قانوني او رئیس یې څوک دی؟

د المپيک د ملي کمېټې سرپرست محمود حنیف چې د حکومت له لورې په رسمیت پېژندل شوی او څه موده وړاندې يې د نا اعلان شویو ټاکنو له لارې ځان د المپيک د ملي کمېټې د رئیس په توګه اعلان کړ، د ښاغلي ظاهر اغبر په مشرۍ المپيک غېرقانوني او موازي بولي.

ښاغلي حنیف د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ده په مشرۍ المپيک قانوني او د حکومت له خوا په رسمیت پېژندل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"په پوره یقین سره، کوم المپيک چې موږ سره دی، قانونی دی، د ولسمشر کوم حکم چې يو کال وړاندې یې موازي المپيک لغوه اعلان کړی و، موږ سره دی او یاد بل المپیک د حکومت سره موازي دی او موازي به وي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ د يوه حکم په صادرولو سره، د المپيک په ملي کمېټه کې موازي بنسټونه لغوه اعلان کړل او د نړیوال المپیک کمېټې تر نظر لاندې یې، انتخاباتو ته د زمینې برابرولو لپاره، د يوه پلاوي د ګمارلو حکم ورکړ.

د دغه حکم له مخې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیز دفتر له خوا رسنیو ته لېږل شوی، د المپيک ملي کمېټې ته دنده سپارل شوې چې په لنډ وخت کې د نړیوال او اسیايي المپيک کمېټې د اصولو سره سم دې، د نوي رئیس د ټاکلو لپاره انتخابات ترسره کړي.

خو په حکم کې په څرګند ډول نه دي ویل شوي چې د المپیک کومه کمېټه او د چا په مشرۍ قانوني او کومه یوه یې موازي او غیر فانوني ده.

د افغانستان د المپيک ملي کمېټه له شااوخوا دوو کلونو راهیسې، د دوو رئیسانو ظاهر اغبر او محمود حنیف له خوا اداره کېږي چې دغې چارې افغان لوبغاړو ته ګڼې ستونزې پیدا کړي دي.

په ورته وخت کې د ظاهر اغبر په مشرۍ المپيک چې د نړیوال المپيک کمېټې له خوا په رسمیت پېژندل شوی، د محمود حنیف په مشرۍ المپيک غېر قانوني او موازي بولي.

ظاهر اغبر
ظاهر اغبر

د دغه المپيک د خپرونو مسؤل منور شهزاد ازادي راډیو ته وویل، د محمود حنیف په مشرۍ المپيک د ولسمشر د حکم له مخې لغوه اعلان شوی او د حکومت له خوا يې چارې باید ودرول شي.

ښاغلي شهزاد وویل:

"له ولسمشره مو غوښتنه دا ده چې کوم المپیک چې دوی لغوه اعلان کړی، باید دروازه يې وتړي او هغه نمایشي فعالیتونه چې د لوبغاړو ذهنونه مخشوشوي، مخه يې ونیسي."

د موضوع د لا وضاحت او د ولسمشر د حکم د لا روښانتیا په اړه مو هڅه وکړه چې د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم واخلو، خو د ولسمشر ویندویانو په دې اړه له وضاحت ورکولو، ډډه وکړه.

افغان وزرشکاران هیله مند دي چې دا مسئله ژر روښانه، د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې اصلي ادرس مشخص او د دوی ستونزو ته د هواري لار ولټول شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG