د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

سپین غر: د اولمپیک انتخابات باید د نړیوالو څارونکو په حضور کې ترسره شي


د افغانستان د المپيک د ملي کمېټې د انتخاباتو په تړاو د ولسمشر د حکم تر صادرېدو وروسته، له انتخاباتو نه د څار يو شمېر بنسټونه د دې کمېټې د ملي او نړیوال اعتبار لپاره په دغو ټاکنو کې د کورنیو او نړیوالو څارونکو موجودیت مهم بولي.

اکسین یا د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنو د شبکې رئیس جانداد سپین غر د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۰۶» ازادي راډیو ته وویل چې د المپيک ملي کمېټې د ټاکنو د شفافیت په برخه کې د نړیوال المپيک کمېټې د پلاوي ترڅنګ په کار ده چې د څارنې يو کورنی میکانیزم هم رامنځته شي.

جانداد سپین غر
جانداد سپین غر

نوموړي زیاته کړه:

"د دې لپاره چې د افغانستان د المپیک ملي کمېټه هم ملي او نړیوال اعتبار ولري، نو دغه انتخابات باید په داسې شکل ترسره شي چې د نړیوال المپيک کمېټې پلاوی هم موجود وي، دغه شان د څارنې یو کورني میکانیز ته هم اړتیا ده چې باید رامنځته شي."

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ د المپيک په ملي کمېټه کې موازي بنسټونه لغوه اعلان کړل او د نړیوال المپیک کمېټې تر نظر لاندې یې ټاکنو ته د زمینې برابرولو په هدف د يوه پلاوي د ګمارلو حکم صادر کړ.

د دغه حکم له مخې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیز دفتر لخوا رسنیو ته لېږل شوی د المپيک ملي کمېټې ته دنده سپارل شوې چې په لنډ وخت کې، د نړیوال او اسیايي المپيک کمېټې له اصولو سره سم د نوي رئیس د ټاکلو لپاره انتخابات وکړي.

المپیک لوګو.
المپیک لوګو.

د افغانستان د المپيک ملي کمېټه له شااوخوا دوو کلونو راهیسي د دوو رئیسانو ظاهر اغبر او محمود حنیف لخوا اداره کېږي چې ول کېږي دغې چارې افغان لوبغاړو ته ګڼې ستونزې پیدا کړي.

ښاغلي حنیف شااوخوا پنځه میاشتې وړاندې نا اعلان شوې ټاکنې ترسره کړې او ځان يې د المپيک د ملي کمېټې د رئيس په توګه اعلان کړ چې د ولسمشر د تازه حکم له مخې دغه ټاکنې بې اعتباره بلل شوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ورزشي خبریالانو د سازمان مرستیال او د ورزش د برخې څاروونکی سمیع الله پام وايي، د دې لپاره چې د المپیک ټاکنې د ټولو لپاره د منلو وړ وي، په کار ده چې دغه ټاکنې د يو بې پرې کمېسیون لخوا چې د نړیوال او اسیايي المپيک غړي هم په کې شامل وي ترسره شي.

نوموړي زیاته کړه:

"په کار دا ده چې دغه انتخابات د يوه درېیمګړي کمېسیون لخوا ترسره شي چې په کې د انتخاباتو کمېسیون، د بدني روزنې او د نړیوال او اسیايي المپيک کمېټې غړي شامل وي، په دې توګه به دغه انتخابات په شفاف ډول ترسره شي او ټولو ته د منلو وي."

ښاغلی پام وايي، د المپيک ملي کمېټې د مشرۍ پرسر ناندرو په کور دننه او بهر د افغانستان ورزشي حثیت ته لوی زیان رسولی او د هواري لپاره يې باید له هرې ممکنې لارې کار واخیستل شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG