نړیوال مډال راوړونکي یو شمېر افغان ورزشکاران وايي، حکومت دوی ته د ۸۰۰ افغانیو معاش په ټاکلو سره، د ورزش اتلانو ته سپکاوی کړی.
افغان ورزشکاران چې په نړۍ کې يې د افغانستان درې رنګه بیرغ رپولی، د میاشتې له ۸۰۰ تر زرو افغانیو معاش اخلي.
د ازادو سیالیو ورزشکار باز محمد مبارز چې تر اوسهیې له هېواده د باندې د اتلوالۍ څو مډالونه راوړي، د میاشتې زر افغانۍ معاش لري.
نوموړي چې د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره خبرې کولې وویل چې دومره معاش د یوه ورزشکار لپاره بسنه نهکوي.
ښاغلی مبارز وایي:
"دومره معاش د ملي ټیم د یوه اتل لپاره یو سپکاوی دی، د هغه ورزشکار لپاره چې د افغانستان په نوم په نړیوالو میدانونو کې سیالۍ کوي."
افغانستان چې اوس هم جګړه پهکې روانه ده، په دې وروستیو کې د ورزش په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.
د افغانستان د بېلابېلو برخو ورزشکاران توانېدلي چې یو شمېر مډالونه ترلاسه کړي.
د افغانستان د تکواندو د ملي ټیم مربي بشیر احمد ترهکي ازادي راډیو ته وویل، افغان حکومت ورزشکارانو ته په ډېر کم ارزښت قایل دی.
ښاغلي ترهکي د نورو هېوادونو ورزشکارانو ته په اشارې سره وویل چې بهرني ورزشکاران له ډېرو امکاناتو برخهمند دي.
ښاغلی ترهکی زیاتوي:
"د نورو هېوادونو له ملي ټیمونو سره د تغذیې استادان، روان شناسان، تخنیک او نور اړین وسایل وي او لري یې، دا د دولت په غاړه وي، په نړۍ کې به هېڅ ورزشکار ونهوینئ چې بېپیسو او د تمرین امکانات ونهلري."
خو د المپيک ملي کمېټه وايي، دوی هڅې کوي چې د ورزشکارانو معاش د دوی د وړتیا او مډال راوړلو پر اساس طبقه بندي او لوړ کړي.
د دغې کمېټې مطبوعاتي مسؤل منور شهزاد د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:
"هر ورزشکار لاسته راوړنو او مډال تهیې په کتنې مشخص کېږي او وروسته به دولت او پارلمان سره مشوره کېږي او معاشونه به ورته ټاکل کېږي."
د ښاغلي شهزاد په وینا، اوسمهال افغان ورزشکاران ۱۱۰۰ افغانۍ معاش د ملي المپیک کمېټې او د بدني روزنې ریاست څخه ترلاسه کوي.
نوموړی تائیدوي چې د ورزش د بېلابېلو برخو زیات شمېر روزنکي له معاش پرته کار کوي.
راپور: رحمتالله افغان