د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

د ملي المپیک کمېټه مډال کټونکي افغان لوبغاړي ستایي


ټاکل شوې چې سبا سې شنبه د افغانستان د ملي المپيک کمېټې له‌خوا د هغو لوبغاړو ستاینه وشي چې د افغانستان لپاره‌یې مډالونه راوړي دي.

د المپیک د ملي کمېټې د خپرونو مسؤل منور شهزاد نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه کار د افغان لوبغاړو د هڅونې او تشویق په هدف ترسره کېږي، څو افغان لوبغاړي له دې هم زیاته هڅه وکړي چې په نړیوالو لوبغالو کې د افغانستان ښه استازولي وکړي.

د ښاغلي شهزاد د معلوماتو له مخې، د دغو لوبغاړو شمېر ۵۰ تنو ته رسېږي چې په بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې یې د سرو زرو، سپین زرو او برونز مډالونه د افغانستان په نوم کړي دي.

XS
SM
MD
LG