د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

عبدالله عبدالله په ملي المپیک کمېټه کې له افغان لوبغاړو سره کتلي


د افغانستان اجرائیه رئیس نن سې شنبه د المپیک په ملي کمېټې کې له افغان لوبغاړو سره د کتنې پرمهال خوښي څرګنده کړه چې اوس مهال د المپیک د ملي کمېټې او د بدنې روزنې او ورزش ریاست ترمنځ خپل منځي ستونزې حل شوې دي.

ښاغلي عبدالله هیله وښوده چې په راتلونکې کې د دغه ډول بې نظمیو مخه ونیول شي او د دواړو ورزشي برخو ترمنځ تل پاتې همغږي رامنځ ته شي.

په دغه ناسته کې د ازادو مبارزو او د اسیايي لوبو د اتلانو سیر بهادرزاده او احمد یاسین سالک قادري ستاینه هم وشوه.

تمه ده چې د بېلابېلو ورزشي رشتو څخه څه باندې ۲۱۵ افغان لوبغاړي تر راتلونکو دوو ورځو پورې د ترکمنستان د ۲۰۱۷ میلادي کال د سالون دننه اسیايي سیالیو کې د ګډون په هدف، د عشق اباد په لور روان شي.

XS
SM
MD
LG