د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

ترکمنستان کې د غېږ نیونې زیاتره افغان لوبغاړو لومړنۍ سیالۍ ګټلې


د ترکمنستان په کوربتوب د پنځم پړاوو سالون دننه اسیايي سیالیو په دوهمه ورځ د افغانستان د عنعنوي غېږ نیونې زیاتره لوبغاړو خپلې لومړنۍ سیالۍ وګټلې.

د افغانستان د المپیک کمېټې د نشراتو مسؤل منور شهزاد نن ازادي راډيو ته وویل چې محمد پهلوان زاده، نادرصوفي زاده، سید ګل مهربان، جاویداحمد احمدي، عبدالشفیع ناصري، بشیراحمد محمدي د هغو افغان لوبغاړو په کتار کې وو چې په بېلابېلو وزنونو کې یې خپل سیالان مات کړل او لومړې بریاوې یې خپلې کړي.

ټاکل شوې چې دغه افغان لوبغاړي په مختلفو وزنونو کې د خپلو نورو سیالانو په وړاندې هم د سیالیو ډګر ته لاړ شي څو مډالونه وګټي.

د ترکمنستان په پلازمینه عشق اباد کې پرون شپه د ۱۸۰ افغان لوبغاړو په ګډون د زرګونو اسیايي لوبغاړو د سالون دننه پنځم دور لوبې پرانېستل شوې.

XS
SM
MD
LG