د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

۱۳۹۵ کال کې د افغان لوبغاړو ستونزې او بریاوې


په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د افغانستان موازي المپیک او نا انډولیو د افغان لوبغاړو پر بریاوو سیوری غوړولی و.

د افغانستان د المپيک ملي کمېټه د دغه مطلب په څرګندولو سره وايي چې د المپیک کمېټې د مشرۍ پر سر جنجالونو د افغانستان ورزش ته زیان اړولی او افغان لوبغاړي یې له ستونزو سره مخ کړي.

پارا المپیک مسؤلان وايي، دغه فدراسیون زیاتو ستونزو سره مخ دی

۱۳۹۶ لمریز کال په داسې حال کې پیلېږي چې د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د مشرۍ پر سر جنجالونه لا پای ته نه‌دي رسېدلي.

د المپيک ملي کمېټې مسؤلین هم په دغه کال کې له خپلو لاسته راوړنو خوښ نه‌دي.

د دغې ادارې د خپرونو مسؤل منور شهزاد ازادي راډیو ته وویل چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې کومې پیسې چې حکومت د المپیک ملي کمېټې ته ورکړې وې په هغو پیسو نه کوم لوبغالی جوړ شوی او نه‌هم په لوبغاړو لګول شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"راضي ځکه نه‌يو چې هغه لاسته راوړنې چې افغان لوبغاړو باید لرلای وی نه‌يې لرلې او هغه پرمختګونه مو چې باید لرلای وی هغسې نه‌و، هغه ۶۵ میلیونه افغانۍ چې المپیک ته ورکړل شوي په هغو پیسو نه کوم لوبغالی جوړ شوی او نه پرې کوم لوبغاړی بهر ته تللی بلکې هر څه ګډوډ دي."

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې سلګونه افغان لوبغاړو په يو شمېر مهمو نړیوالو سیالیو لکه د ۲۰۱۶ کال په المپيکي، د جنوبي اسیا او د ویتنام په سیالیو کې ګډون درلود چې څه ناڅه لاسته راوړنې يې هم لرلې.

په ورته وخت کې د افغانستان کرکټ بورډ اداره چې شااوخوا درې میاشتې وړاندې يې په رهبرۍ کې بدلون راغلی ۱۳۹۵ لمریز کال د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې بې‌ساری او د بریاوو کال ګڼي.

شل اوریزو لوبو کې د افغان کرکټ لوبډلې بریاوې

د دغې ادارې د رسنیو مسؤل عزیز غروال ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبډلې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د شل اوریزو سیالیو اتلې لوبډلې په ګډون يو شمېر نورو هېوادونو ته ماتې ورکړې او يو شمېر افغان لوبغاړي د نړۍ په غوره لیګونو کې واخیستل شول.

ښاغلی غروال زیاتوي:

"افغانستان د زېمبابوې په وړاندې سیالیو کې ښه وځلېد، په صحرا جام کې مو اتلولي خپله کړه، په شل اوریز نړیوال جام کې مو اتلې لوبډلې ویسټ انډيز ته ماتې ورکړه، موږ په دغه کال کې په درېیو سیریزونو کې اتلولۍ هم خپلې کړې دي."

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې په دغه کال کې يو شمېر افغان لوبغاړي د هند په «ای. پي. ال»، د وېسټ انډيز په کارابین، د بنګله‌دېش په «بي. پي. ال» او د پاکستان په «پی. اس. ال» کې په ښه بيه واخیستل شول چې د افغان لوبغاړو په وړتیاوو دلالت کوي.

افغان کرکټ بورد د هند لیګ سیالیو کې د افغان لوبغاړو ګډون ویاړ بولي

په همدې حال کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسؤلین په داسې حال کې د خپلو لاسته راوړنو خبره کوي چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د فیفا په تازه درجه بندۍ کې څو قدمه شاتګ کړی او د ۲۰۴ هېوادونو منځ کې ۱۵۶ مقام خپل کړی.

د دغه فدراسیون تخنیک ډاریکټر محمد طاهر رؤفي ازادي راډیو ته وویل چې ۱۳۹۵ لمریز کال د افغانستان د فوټبال لپاره د ویاړونو کال و او د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په‌کې ښې لاسته راوړنې درلودې.

ښاغلی رؤفي وايي:

"۱۳۹۵ کال د افغانستان د فوټبال لپاره د ویاړونو کال و، موږ د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام په مقدماتي سیالیو کې ګډون درلود او له نېکه‌مرغه موږ وتوانېدو چې د اسیا مقدماتي سیالیو ته لار پيدا کړو، همدارنګه يو شمېر دوستانه سیالۍ مو هم درلودې او کلپونه مو هم په رسمیت وپېژندل شول."

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې ۱۶ رسمي او دوستانه سیالۍ کړي چې په ۷ کې یې بریاوې خپلې کړي، ۸يې بایللي او يوه‌يې مساوي کړې.

بل پلو يو شمېر هېوادوال بیا په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د افغانستان د ورزش په اړه وېشلي نظرونه لري.

حکمت‌الله سعادت او احمد فواد وایي:

"واقعاً افغانستان ښې هڅې وکړې د کرکټ په برخه کې او په دغه کال‌يې ډېرې بریاوې اول استه راوړنې لرلې، نورې لوبې هم ښې خو لاسته راوړنې په‌کې ډېرې نه‌وې، دوی په خپلو جنجالونو کې اخته دي او لوبغاړو ته سمه پاملرنه کېږي، لوبغاړو ته سفرونه نه‌برابرېږي تر څو افغانستان ته لاسته راوړنې ولري."

په ورته وخت کې يو شمېر افغان لوبغاړي چې په ډېرو نړیوالو سیالیو کې یې د افغانستان استازولي کړې د افغانستان د المپيک اوسنی وضعیت ورته د اندېښنې وړ دی.

د فري فایټ اتل احمد ولي هوتک ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د دوو المپیکي ادارو موجودیت افغان لوبغاړو ته ډېرې ستونزې پیدا کړي او څوک د لوبغاړو غږ نه‌اوري.

احمد ولي هوتک.
احمد ولي هوتک.

ښاغلي هوتک په دې اړه زیاته کړه:

"په افغانستان کې دوه المپیکه دي خو څوک د افغان لوبغاړو غږ نه‌اوري او نه‌هم لوبغاړو ته کوم اهمیت ورکوي، نو افغان لوبغاړي له ډېرو ستونزو سره مخ دي، زه د المپیک کمېټه په دې ګرمه بولم چې دوی مافیايي کړۍ جوړې کړې دي او څنګه چې باید لوبغاړو ته کار وشي هغسې دوی نه‌کوي."

فري فایټ په ۱۳۹۵ لمریز کال کې يو له هغو لوبو څخه وه چې د احمد ولي هوتک او عبدالله مبارز په ګډون يو شمېر نورو لوبغاړو په‌کې ښې لاسته راوړنې درلودې.

ښاغلي احمد ولي هوتک او عبدالله مبارز په دغه کال کې خپلې ټولې سیالۍ وګټلې او خپلو هندي، روسي، اوکرايني او نورو سیالانو ته‌يې سختې ماتې ورکړې.

په همدې حال کې د افغانستان د ورزش برخې يو شمېر شنونکي بیا که له يوې خوا د افغان لوبغاړو د استعداد او لاسته راوړنو خبره کوي خو بل پلو د افغانستان د المپيک پر سر روانې نانندرۍ د افغانستان د ورزش په زیان ګڼي.

له دې ډلې يې د افغانستان د ورزشي خبریالانو فدراسیون مشر سائر ځلاند ازادي راډیو ته وویل چې په ورزشي ادارو کې د نا انډولیو او يو لړ ستونزو له کبله د افغانستان ورزش په ۱۳۹۵ لمریز کال کې ډېر زیانمن و چې له کبله‌یې افغان لوبغاړو په یو شمېر مهمو سیالیو کې د افغانستان ښه استازولي ونه‌شوی کړی.

ښاغلي ځلاند زیاته کړه:

"په ورزشي ادارو کې د ستونزو او نا انډولیو له کبله موږ په دغه کال کې د نورو کلونو په پرتله ډېر زیانمن و، که د المپیک سیالیو ته وګورو د افغانستان ګډون په‌کې ډېر کم‌رنګه و حتی د نشت په حساب و، همدارنګه د جنوبي اسیا په سیالیو کې هم د افغانستان ښه استازولي ونه‌شوه نو يوازې يو شمېر محدوده لوبې وې چې په هغه موږ ښې لاسته راوړنې لرلې."

ښاغلی ځلاند د افغانستان د المپيک ملي کمېټې روان وضعیت د اندېښنې وړ ګڼي او وايي که دغه حالت دوام وکړي نو ښايي د افغانستان المپیک د نړیوال المپيک کمېټې له‌خوا له تعلیق سره مخ شي چې دا به د افغانستان ورزش ته یو ناجبرانېدونکی زیان وي.

دی وايي په دې برخه کې د لوبغاړو اجماع ته اړتیا ده تر څو دوی په ګډه د افغانستان ورزش په ځانګړې توګه د المپیک ملي کمېټه له روان بحران څخه وباسي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG