د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

غروال: افغان کرکټ ټیم ایرلنډ سره درېمې لوبې ته چمتووالی لري


کرکټ بورډ وايي، د افغانستان ملي ټيم د ايرلنډ په وړاندې درېيمې نړيوالې پنځوس اووره مسابقې ته پوره چمتوووالى لري.

د افغانستان ټيم وتوانېد خپله دويمه يو ورځنۍ مسابقه پرون د ٣۴ منډو په توپير وګټي.

د کرکټ بوډ مطبوعاتي مسؤل عزيز غروال د راتلونکې لوبې په اړه ازادي راډيو ته وويل:

"د سبانۍ لوبې لپاره لوبغاړي د تېرو دوو سياليو په بڼه لوبه کوي، هڅه به کوي سياله لوبډله ايساره کړي او ښه هدف ورته وټاکي يا هم که هغوى هدف ورکوي، هدف ته د رسېدو لپاره ښه مسابقه وکړي."

د کرکټ د مسابقو دغه لړۍ د هندوستان په ګرېټر نويدا «Greater Noida» کې روانه ده.

په پام کې ده د افغانستان او ايرلنډ ټيمونه د سبانۍ لوبې تر څنګ دوې نورې مسابقې هم وکړي چې ټولې پنځه پنځوس اووره يا يوورځنۍ مسابقې کېږي.

د کرکټ بورډ تمه لري چې افغانستان وکړاى شي د روان ميلادي کال تر پايه د کرکټ نړيوالې شورا يا «ICC» بشپړ غړيتوب ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG