د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

شل اوریزو لوبو کې د افغان کرکټ لوبډلې بریاوې


د کرکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې د افغانستان د شل اوریزو لوبو کرکټ لوبډله په پرله‌پسې توګه د ډېرو شل اوریزو لوبو ګټونکې لوبډله ده.

د افغانستان د شل اوریزو کرکټ ملي لوبډله تر دې مهاله په لسو شلو اوریزو لوبو کې بې‌ماتې پاتې شوې.

افغان لوبډلې په تېر کال کې څلور او په روان کال کې تر دې مهاله شپږ سیالیو کې بریاوې خپلې کړي.

په دغو سیالیو کې افغان لوبډلې ویسټ انډيز، ایرلنډ، زېمبابوې، عمان او متحده عربي لوبډلې ته ماتې ورکړې.

له دې وړاندې دغه ریکارډ د انګلستان د شل اوریزې لوبډلې سره و چې په پرله‌پسې ډول‌يې په اتو سیالیو کې هېڅ ماته نه‌لرله خو د بریاوو لړۍ په ۲۰۱۱ میلادي کال کې پای ته ورسېده.

له انګلنډ ورسته ایرلنډ اته پرله‌پسې بریاوې او سوېلي افریقا او پاکستان بیا په پرله‌پسې توګه اووه-اووه بریاوې خپلې کړي.

XS
SM
MD
LG