د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

خبرونه

چین کې د یوې لویې لارې ښوېېدو ۳۶ تنه مړه کړي

ارشیف
ارشیف

په چین کې د یوې لویې لارې د ښوېیدو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۶ ته ورسېد.

فرانس پریس خبري اژانس د چین د دولتي اژانس شینهوا په حواله نن پنجشنبه دغه شمېرې خپرې کړي دي.

خبر کې راغلي چې پېښه کې شاوخوا ۳۰ نور کسان ټپیان شوي هم دي.

په ګوانګ ډانګ ولایت کې دغه لویه لاره د یوې تپې په لمن کې تېره شوې چې د سه شنبې په ورځ یې په ښوېیدو سره شاوخوا ۱۸ موټر کندې ته لوېدلي دي.

په راپورونو کې راغلي چې مرګ ژوبله ځکه زیاته ده چې یو شمېر موټرو کندې ته له لویدو سره سم اور اخیستی دی.

یو شمېر افغان ښځینه خبریالانې: زموږ خبریالي داسې ده لکه " له ماینونو ډکه ځمکه کې چې ګرځو"

ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې ښځینه خبریالانې وایي، دغلته دوی ته کار کول داسې دي لکه " له ماینونو ډکه ځمکه کې چې ګرځي".

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د ښځینه خبریالانو دغه خبرې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت چې سبا جمعه د مې په درېیمه لمانځل کیږي، خپرې کړې دي.

د عاطفې په نوم یوې افغان خبریالې د ملګرو ملتونو د ښځې څانګې ته ویلي، دې په افغانستان کې د خبریالۍ په ډګر کې کارکولو سره خطر په ځان منلی دی، خو دا جزیات یې نه دي ورکړي چې له څه ډول خطرونو سره مخامخه ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې پرون پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې یو شمېر ښځینه خبریالانې لا هم په افغانستان کې د " مبارزو" په توګه پاتې دي.

که څه هم طالبانو ژمنه کړې چې دوی د بیان ازادۍ ته ژمن دي، خو ګڼو خبریالانو ازادۍ راډیو ته ویلي چې د بیان له ازادۍ محروم دي او د ژورنالېزم له اصولو سره سم کار نه شي کولای.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په غزه کې د اوربند هڅې چټکې کړې دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین له اسراییلي چارواکو سره په لیدنو کتنو ویلي چې اوس یې وخت دی چې په غزه کې اوربند ټینګ او د حماس له خوا اسراییلي یرغمل آزاد شي.

ښاغلي بلېنکین پرون چهارشنبې اسراییل ته د سفر پر مهال، په غزه کې د روانې جګړې د بندیدو لپاره چې له پیله یې نژدې اوه میاشتې تیریږي، هڅې تېزې کړې دي.

دا د اسراییل او حماس چې متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې سیمې ته د هغه اوم سفر دی.

ښاغلي بلېنکین پرون چهارشنبې خبریالانو ته وویل چې تراوسه یې د غزې پررفح ښار د اسراییل د پوځي عملیاتو پلان چې هلته د ملکي وګړو ژوند خوندي کړي.

د هغه په وینا، واشنګټن به د دغسې یوه پلان په نه موجودیت کې په دې ښارکې د پراخو پوځي عملیاتو ملاتړ ونه کړي.

خو اسراییل بیا بیا ټینګار کوي چې دغه عملیات به سرته ورسوي ترڅو په وینا یې د حماس پاتې وسله وال بشپړ له مینځه یوسي.

د افغانستان لپاره د دوحې مذاکراتو یو اړوند قطري چارواکی د هاګ نړیوالې محکمې غړی ټاکل شوی

له ارشیفه د هاګ نړیوالې محکمې تصویر
له ارشیفه د هاګ نړیوالې محکمې تصویر

د قطر هغه لوړپوړی چارواکی چې د افغانستان د پخواني حکومت په مهال یې د سولې په خبرو کې مهم رول لوبولی و، په هاګ کې د حکمیت د نړیوالې دایمي محکمې Permanent Court of Arbitration غړی ټاکل شوی دی.

په هالند کې د قطر سفیر مطلق بن مجید القحطاني چې مخکې یې له تروریزم سره د مبارزې او د شخړو په هواري کې د منځګړیتوب لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزیر د ځانګړې استازي په توګه دنده ترسره کړې، په ۲۰۲۰ کال کې یې د خپلې دندې پر مهال د سولې د خبرو لپاره د طالبانو او د افغانستان د پخواني حکومت د پلاوي په راغونډولو کې د منځګړیتوب رول لوبولی و.

په همدې کال د قطر د هڅو په نتیجه کې متحدو ایالتونو او طالبانو په دوحه کې یو تړون لاسلیک کړ.

قطر له هغې وروسته هم د سولې په خبرو کې د منځګړیتوب رول ته ترهغو دوام ورکړ چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ کابل ونیوه.

ښاغلي القحطاني د کابل له نړیوال هوایي ډګرڅخه قطرته په ډله ییزه توګه په ګډوډۍ کې د خلکو د لېږدولو پر بهیر هم څارنه کوله.

په افغانستان کې د اوچا فعالیتونه کم شوي

ارشیف
ارشیف

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي د بودیجې د زښت زیات کمښت له امله په افغانستان کې حیاتي بشري چارې محدودې شوې دي.

اوچا پرون چهارشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې که څه هم په افغانستان کې عملاً تاوتریخوالی کم شوی، خو د دې هېواد وګړي سختو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اوچا په وینا، د اټکل له مخې روان ۲۰۲۴ کال به ۲۳،۷ ملیونه کسان بېړنۍ مرستې ته اړتیا ولري.

اوچا وایي، په افغانستان کې اړو کسانو ته د ژوند ژغورنې لپاره د غوښتل شویو درې میلیارډ او شپیته ملیون ډالرو څخه یوازې ۷،۸ سلنه یې ترلاسه کړې ده او زیاتوي که کافي بسپنه ترلاسه نه کړي، زیانګالي خلک، په تېره ښځې، ماشومان او زاړه به له سخت وضعیت سره مخ شي.

د خوړو نړیوال پروګرام: هره ورځ څه باندې ۷۰۰ زرو افغان ماشومانو ته خوراکي توکي برابروو

کابل کې یو شمېر بېوزله ماشومان
کابل کې یو شمېر بېوزله ماشومان

د خوړو نړیوال پروګرام،WFP وایي، دا پروګرام هرسهار په افغانستان کې له اوه لکه زیاتو نجونو او هلکانو ته خورا مقوي خواړه برابروي چې له دوی سره مرسته کوي ترڅو فعال پاتې شي او ښه زده کړه وکړي.

د دې پروګرام د افغانستان څانګې پرون چهارشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې هیڅ ماشوم باید وږی ښوونځي ته لاړنه شي.

WFP د ښوونځیو ماشومانو ته د مقوي خوړو خبره داسې مهال کوي چې په افغانستان کې په سلګونو زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د اپریل په اتمه په یوه بیان کې ویلي وو چې په ۲۰۲۴م کال کې به په دې هېواد کې په سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر شاوخوا درې میلیونو ته ورسېږي.

په افغانستان کې د دې سازمان د خوارځواکۍ د څانګې مشرې مونا شیخ ویلي چې د خوړو نړیوال پروګرام به په روان کال کې په افغانستان کې يوازې د ۱.۶ میلیونه خوارځواکه ماشومانو درملنه وکړي.

اروپايي ټولنې افغانستان سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

د اروپايي ټولنې بیرغ
د اروپايي ټولنې بیرغ

اروپایي ټولنه له افغانستان سره د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو پر وړاندې د مبارزې او له زیانګالو ښځو سره د ۱۵ میلیون ایرو د مرستې خبر ورکوي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې شارژدافیرې رافایلا یودیچي پرون چهارشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې په دې برخه کې یوه موافقه د آسیا، د مرکزي آسیا، منځني ختیځ او د پسفیک حوزې د څانګې مشر پیتریس او ستبس Ustubs Peteris افغانستان ته په سفر کې لاسلیک کړه.

د یودیچي په خبره، دغه مرسته د سیمه ییزو ټولنو د ملاتړ په هدف کیږي.

له دې مخکې اروپایي ټولنې ویلي وو چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون اغېزې بې وزلي او د خوراکي موادو اړتیاوې ځکه زیاتوي چې د هغې په خبره په دې هېواد کې د ۷۶ سلنه وکړو ژوند په کرنې پورې تړلی دی.

سیف د چلدرن افغانستان ته ۹۲ ټنه دارو درمل استولي

ارشیف
ارشیف

د ماشومانو د ساتنې اداره ( سیف د چلدرن ) وایي، افغانستان ته په یوه الوتکه کې ۹۲ ټنه دارو درمل رسېدلي دي.

دغې ادارې پرون سه شنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه درمل به د ماشومانو په ګډون څه باندې شپږ نیم لکه هغو افغانانو ته ورکړل شي چې د درملنې وړ ناروغیو باندې اخته دي.

خبرپاڼه کې راغلي، په افغانستان کې نژدې څلور لکه ماشومان په تنفسي ناروغیو، سینه و بغل اسهال او جلدي ناروغیو اخته دي.

معلومه نه ده چې دغې مرسته شوې طبې بسته کې کومې دواوې شاملې دي، خو سیف د چلدرن دا په روان کال کې د دوی له خوا تر ټولو زیاته اندازه مرسته یاده کړې ده.

دغې ادارې ویلي، د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې څه باندې زره افغان ماشومان چې له پنځو کلونو کم عمره وو، د سینه و بغل له کبله مړه شوي دي.

بلېنکن اسراییلي مشرانو ته؛ غزه کې د اوربند وخت دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن منځني ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کې نن چهارشنبه اسراییل ته تللی او د هغه هېواد مشرانو ته یې ویلي چې غزه کې د اوربند وخت دی.

اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي، بلېنکن د اسراییل او حماس ترمنځ چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله بولي، د داسې اوربند هڅه کوي چې له مخې یې جګړه ارامه او اسراییلي یرغمل شوي او فلسطیني زندانیان تبادله شي.

بلېنکن پرون ویلي، اسراییل پلان لري چې جګړه ځپلې غزې ته د بشري مرستو د لېږد لپاره یو لویه لاره پرانیزي.

دا له کله چې په تېره اکتوبر میاشت کې د حماس او اسراییل ترمنځ جګړه پیل شوې، منځني ختیځ ته د بلېنکن اووم سفر دی.

حماس په لومړیو کې پر اسراییلو په غلچکي برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل، خو اسراییل یې ځواب کې پر غزې تړانګه د تېرو نژدې ۷ میاشتو بریدونو کې له ۳۴زرو ډېر کسان وژلي دي.

د ترکیې پولیسو ۴۱ تنه داعش سره د تړاو په تور نیولي

د ترکیې پولیس
د ترکیې پولیس

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وایي، ۴۱ تنه یې له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره د اړیکو په تور نیولي دي.

رویټرز خبري اژانس د ترکیې د کورنیو چارو د وزیر علي یرلیکایا په حواله نن چهارشنبه ویلي چې دغه کسان په ۱۲ ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

خبر کې دا جزیات نه دي ورکړل شوي چې نیول شوي کسان د ترکیې وګړي دي او که د نورو هېوادونو اتباع هم په کې شته.

اسلامي دولت ډله یا داعش چې وروستیو کې یې روسیه او افغانستان کې خونړي بریدونه وکړل، سیمې ته یو ګواښ ګڼل کیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG