د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

حفیظ الله ولي رحیمي د افغانستان د بدني روزنې او ورزش رئیس ټاکل شوی


د افغان ولسمشر له لورې حفیظ الله ولي رحیمي د افغانستان د بدني روزنې او ورزش رئیس وټاکل شو.

د بدني روزنې او ورزش ریاست ویاند عارف پیمان نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی رحیمي پخوا هم د فوټبال د ملي ټیم غړیتوب درلود.

نوموړی له هند څخه د اقتصاد په برخه کې دوکتورا لري او په بېلابېلو ادارو کې یې لکه د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په شان په لوړو پوسټونو کې کار کړی دی.

دغه راز د بدني روزنې او ورزش مخکنی رئیس همایون خیري په قزاقستان کې د افغانستان په سفارت کې د مستشار مختار وزیر په توګه معرفي شو.

XS
SM
MD
LG