د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

۱۳۹۶ د افغانستان د ورزش او لوبغاړو لپاره طلايي او له بریاوو ډک کال!


۱۳۹۶ د افغانستان د ورزش او لوبغاړو لپاره طلايي او د بریاوو کال ګڼل کېږي.

که څه هم په تېر يوه کلن مزل کې د افغانستان ورزش له يو لړ لوړو ژورو سره مخ و، خو بیا هم د افغان لوبغاړو نه‌ماتېدونکی هوډ او هلو ځلو په نړۍ کې د افغانستان نوم هسک وساته او افغانانو ته‌یې ډېرې خوښۍ ور په برخه کړې.

په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د راشد خان، احمد یاسین سالک، حسین بخش صفري، احمد ولي هوتک، باز محمد مبارز، عباس کریمي او د يو شمېر نورو افغان لوبغاړو بریاوو نړیوالو ته د افغانستان نوی تصویر او نوې پېژندنه وړاندې کړه.

بل‌خوا د کرکټ د نړیوالې شورا له‌خوا افغانستان ته د بشپړ غړیتوب ورکول، په اسیايي المپيک سیالیو کې د هېواد د فوټسال لوبډلې ښه ځلېدل، د افغان معلولو نجونو د ویلچیر باسکټبال لوبډلې اسیا جام سیالیو ته وتل، په اسیا جام کې د کرکټ د ۱۹ کلنو ځوانانو اتلولي او د المپيک ملي کمېټې د مشرۍ پر سر د دوو کلنو ناندریو پای ته رسېدل، د تېر کال يو شمېر مهم خبرونه وو.

په دغه کال کې د افغانانو لپاره تر ټولو ستر خبر د کرکټ د نړیوالې شورا له‌خوا افغانستان د بشپړ غړیتوب ورکول وو چې په ډېره پراخه کچه‌يې هرکلی وشو.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، ۱۳۹۶ لمریز کال د بریاوو او لاسته راوړنو له اړخه د افغانستان د کرکټ لپاره طلايي کال و.

دی وایي:

"په نړیواله کچه ملي لوبغاړو ډېرې ښې لاسته راوړنې لرلې، ډېرې لوبې یې وګټلې چې په نتیجه کې یې افغانستان د لومړي ځل لپاره د ۲۰ اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې، اتم مقام خپل کړ، خو تر ټولو غټ خبر بیا دا و چې افغانستان بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، نو په دې حساب ۱۳۹۶ کال د افغانستان لپاره د سرو زرو کال و."

د ده په خبره، راشد خان په دغه کال کې د افغانستان د ورزش هغه غوره څېره وه چې په خپل ښکلي بالېنګ‌یې د هند، بنګال، وېسټ انډيز او اسټرالیا د میدانونو په فتحه کولو سره، د شهرت لوړو پوړو ته ورسېد او د کرکټ د نړۍ لومړی درجه توپ اچوونکی شو.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په اسیا جام کې د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ځوانانو اتلولي، د لویو وچو جام کې د افغانستان د ملي لوبډلې لومړی مقام ګټل او د زېمبابوې او وېسټ انډیز په وړاندې د ملي لوبډلې بریاوې هم د پام وړ وې.

د افغانستان لپاره يوه بله د پام وړ اتلولي د بدن د ښکلا په برخه کې وه چې افغان باډي بلډر احمد یاسین سالک قادري په منګولیا کې د بدن د ښکلا په نړیوالو سیالیو کې، ټول هېوادونه شا ته پرېښودل.

د افغانستان د بدن ښکلا د فدراسیون مسؤلین وايي، سالک په دغه کال کې لومړی د افغانستان، بیا د اسیا او ورپسې د نړۍ په کچه د بدن د ښکلا په برخه کې اتلولي خپله کړه.

احمد یاسین سالک قادري
احمد یاسین سالک قادري

په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان يوازنی لوبغاړی حسین بخش صفري و چې په رزمي لوبو جوجېتسو کې يې د سرو زرو مډال د هېواد په نوم کړ.

ښاغلی صفري وايي، دغه کال ورته نه‌هېرېدونکی او د بریاوو کال و.

ښاغلي صفري وویل:

"په ۱۳۹۶ کال کې زه وتوانېدم چې د ترکمنستان سالون دننه اسیايي سیالیو کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړم، دا شان په کور دننه شب نبرد سیالیو کې ښه وځلېدم، په حقیقت کې دا زما لپاره يو ښه کال و او کوښښ کوم چې په راتلونکو کلونو کې تر دې هم ښه مخته لاړ شم."

د افغانستان د المپیک کمېټې د معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې د اسیا او اوقیانوسیه وچې له ۶۲ هېوادونو نږدې ۶ زرو لوبغاړو ګډون کړی و چې د افغانستان د ۲۳۰ لوبغاړو ورزشي کاروان هم په‌کې شامل و.

د دغې کمېټې مسؤلین وايي، په همدې کال کې افغانستان د اذربایجان په باکو کې د اسلامي هېوادونو په سیالیو کې هم د لومړي ځل لپاره، د برونزو شپږ مډالونه د ووشو، غېږ نیونې او وزن پورته کولو په برخه کې وګټل.

عباس کریمي بل افغان لوبغاړی دی چې د مکسیکو په انويکټوس يا نه‌ماتېدونکو سیالیو کې يې د لامبو وهنې په برخه کې د افغانستان لپاره د سپینو زرو مډال راوړ.

د ازادو مبارزو یا فري فایټ په برخه کې هم افغان لوبغاړي په ۱۳۹۶ لمریز کال کې ښه وځلېدل او د احمد ولي هوتک او باز محمد مبارز وروستۍ بریاوې د افغانانو له تاوده هرکلي سره مخ شوې.

ښاغلی مبارز وايي، په ۱۳۹۶ لمریز کال کې يې لاسته راوړنې ښې وې او هڅه کوي راتلونکی کال تر دې هم ښه وځلېږي.

بازمحمد مبارز
بازمحمد مبارز

مبارز وایي:

"ډېرې ښې لاسته راوړنې مو درلودې، په کور دننه او له هېواده بهر په سیالیو کې زما ګډون ډېر ښه و، دوه سیالۍ مو وکړې او په دواړو کې بریالی شوم، دغه کار د افغانستان د ورزشي کورنۍ لپاره د بریاوو او خوښيو کال و، زما راتلونکې لوبه به يا په امریکا کې وي او یا به جرمني کې."

په همدې حال کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د افغانستان د فوټسال لوبډلې په دغه کال کې د لومړي ځل لپاره د اسیا سالون دننه پنځم پړاو سیالیو کې د ۶ بریاوو او دوو ماتو سره څلورم مقام خپل کړ او د اسیا د پياوړو لوبډلو پام‌يې ځان ته واړاوه چې د ملي لوبډلې پنځه لوبغاړي د عراق او قرغزستان غوره لیګ سیالیو ته غوره شول.

خو په تېرو دوو کلونو کې تر ټولو ستر خنډ چې د افغانستان د بدني روزنې د رئیس حفیظ ولي رحیمي په خبره، د افغان لوبغاړو د پرمختګ مخه‌يې ډب کړې وه، د دوه سري المپيک موجودیت و.

ښاغلی رحیمي وايي، له تېرو درېیو میاشتو راهیسي يې په ورزشي فدراسیونونو کې د اصلاحاتو په هدف، يو لړ بنسټیز کارونه پېل کړي چې مثبته نتیجه به ولري.

ښاغلي رحیمي وویل:

"کوم پروګرام او پلانونه چې موږ لرو، که په عملي کولو يې بریالي شو، نو د افغانستان په ورزش کې به يو مثبت بدلون راشي، د زیاترو ورزشي فدراسيونونو چې د المپیک د رئیس د ټاکلو لپاره د رأیې ورکولو حق لري، هغه خلاص شوي دي او موضوع اسیايي المپيک ته لېږل شوې ده او هغوی به د المپیک د انتخاباتو په اړه ډېر ژر پرېکړه وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د المپیک ملي کمېټې د مشرۍ پر سر د ظاهر اغبر او محمود حنیف ترمنځ دوه کلنې ناندرۍ څو میاشتې وړاندې هله پای ته ورسېدې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د يوه حکم په صادرولو سره، په دغې کمېټه کې موازي بنسټونه لغوه اعلان کړل او د نړیوال المپیک کمېټې تر نظر لاندې يې انتخاباتو ته د زمینې برابرولو غوښتنه وکړه.

خو د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مشرۍ پر سر راپورته شوي جنجالونه لاهم په خپل ځای پاتي چې د یو شمېر ورزش پوهانو په باور، د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې په بریاوو یې منفي اغېز کړی او افغان لوبډله په ۱۳۹۶ لمریز کال کې ونه‌توانېده چې اسیا جام سیالیو ته لار پیدا کړي.

د افغانستان له ورزشه د څار يو شمېر بنسټونه او ټولنې هم په دغه کال کې د افغان لوبغاړو هڅې ستايي او په ورزشي ادارو کې د ستونزو هواري ته هیله‌مندي ښيي.

د افغانستان د ورزشي خبریالانو د سازمان مرستیال سمیع‌الله پام وویل:

"هغه دوه کلن جنجالونه اوس پای ته رسېدونکي دي چې ورسره د نږدې ۵۰ فدراسیونونو برخلیک تړلی و، په ټوله کې دغه کال د تېر په څېر د افغانستان لپاره ځکه د لاسته راوړنو ډک و چې افغان لوبغاړي په نړیوالو سیالیو کې ښه وځلېدل او افغانستان ته‌یې مډالونه راوړل."

په همدې حال کې د افغانستان د ورزشي خبریالانو د فدراسیون مرستیال ابراهیم مومند بیا وايي، که په ورزشي ادارو کې شته ستونزې هوارې شي، نو افغان لوبغاړي به تر دې هم ډېر ویاړونه د افغانستان په نوم کړي.

دی زیاتوي:

"یقیناً که په ورزشي ادارو کې چې ستونزې په‌کې زیاتې دي، که کرکټ دی، که فوټبال دی، که المپیک دی او که تربیت بدني، په دې ادارو کې موږ بدلون ته ډېر ژمن نه‌یوو، نو که د ادارو اوسني مسؤلین د ښه سیستم برابرولو لپاره هڅې وکړي، نو د افغان لوبغاړو لاسته راوړنې چې اوس په نشتو امکاناتو دومره دي، نو زموږ د سیالۍ به څوک نه‌وي."

ښاغلی مومند وايي، د زیاترو ورزشي ادارو کارونه بنسټیز او دوامداره نه‌دي چې دغې چارې د افغان لوبغاړو په لاسته راوړنو او د نویو استعدادونو په ودې ناوړه اغېز کړی.

د ده په خبره، په دې برخه کې اړتیا لیدل کېږي چې افغان حکومت له ورزشي ادارو قوي څارنه ولري او د ستونزو د هواري په هدف، پر وخت لازم اقدامات وکړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG