د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۴۷

عبدالله: د ځان تېر ایستو په ځای دې د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته کار وشي


د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، وروستیو امنیتي پېښو ته په کتو وسله‎والو طالبانو د حکومت له‎خوا د سولې وړاندیزونو ته په خبرو او عمل کې هېڅ ډول لېوالتیا نه‎ده ښودلې.

عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۲۴» د وزیرانو شورا له پيل مخکې رسنیو ته خبرې کولې وویل چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې نور ځانونه غلط نه‎کړو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د امنیت لپاره لاس په‎کار شو.

ښاغلي عبدالله یو ځل بیا په تُنده لهجه وویل چې د افغانانو لومړیوب یو شی «امنیت» دی، موږ «حکومت» په نورو کارونه ځان مصروف کړی دی، خو نوموړي په جزئیاتو سره څه ونه‌ویل.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله زیاته کړه:

"حالت هغه نقطې ته رسېدلی چې زه د هېواد د یوه تبعه او د اجرائیه رئیس په توګه بالاخره باید یو روښانه او واضح دریځ غوره کړم، اخري فرصت او بحث دا چې په رښتیا هم موږ د افغانستان ښو ته ژمن یو که نه؟ په تېرو څو ورځو کې موږ د ملي امنیت شورا او اعلی سرقوماندانۍ د یوې غونډې شاهد نه‎یو، هره ورځ تلفات لرو، د افغانستان خلک قتل عام شول، امنیتي ځواکونه وژلو ته ورکوو، دلته څوک مسؤل دی؟ راځئ خلکو ته ځواب ورکړو."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ننګرهار پر مستوفیت چې مسؤلیت‌یې داعش ډلې پر ځان ومانه په انتحاري او ډله‎ییزه حمله کې ۱۰ کسان ووژل شول او ۴۲ نور ټپيان شول.

په تېرو دوو اوونیو کې د کابل په یو شمېر سیمو کې هم خونړۍ حملې وشوې چې لسګونه کسانو ته‌یې مرګ ژوبله واړوله.

په ورته وخت کې طالبانو د بغلان د تاله‌وبرفک ولسوالۍ او د فاریاب د بل چراغ ولسوالۍ له سختو حملو وروسته ونیولې او هم د فراه ولایت په یو شمېر امنیتي پوستو يې مرګونې حملې وکړې.

ښاغلی عبدالله د وزیرانو د شورا په غونډه کې
ښاغلی عبدالله د وزیرانو د شورا په غونډه کې

​عبدالله عبدالله په ټینګار سره وویل چې په یوه سیمه کې شپږ میاشتې خلک په دفاعي حال کې محاصره وي، خو حکومت‌یې دفاع نه‎شي کولای او د مړو او ټپيانو غم‌یې نه‌خوړل کېږي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د ښاغلي عبدالله د تازه څرګندونو په اړه د جمهوري ریاست نظر هم واخلي، خو بریالۍ نه‎شوه.

په تېرو څو ورځو کې موږ د ملي امنیت شورا او اعلی سرقوماندانۍ د یوې غونډې شاهد نه‎یو.

بل‎خوا د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون یو شمېر غړي بیا وايي چې رښتیا هم د حکومتي مشرانو د نه‌پاملرنې له امله امنیتي وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په لور روان دی.

د دغه کمېسیون غړی صالح محمد صالح له ازادي راډیو سره په خبرو کې سپارښتنه کوي، په‎کار ده چې ولسمشر او اجرائیه رئیس خپل‌منځي سیاسي اختلافات یو لوري ته کړي او د امنیت د ښه‌والي لپاره په ګډه کار وکړي.

صالح محمد صالح
صالح محمد صالح

ښاغلي صالح زیاته کړه:

"له عبدالله نه مو غوښتنه دا ده، د دې پر ځای چې بیانیې ورکړي، باید دواړه مشران په ارګ کې سره کېني او د افغانستان د امنیتي وضعیت د ښه‎والي لپاره کار وکړي."

څه موده وړاندې وسله‎والو طالبانو د الخندق په نوم نوي پسرلني عملیات پیل کړل چې ورسره د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې امینتي وضعیت خراب شوی او جنګ، جګړو او حملو زور اخیستی دی.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړی صالح محمد صالح وايي، د افغانستان امنیتي او کشفي ارګانونه باید په بشپړې همغږۍ سره د وسله‎والو تر حملو دمخه اقدام وکړي او پلانونه‌یې ورشنډ کړي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG