د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

مسلمیار: کاشکې د ۳ هېوادونو عالمانو د افغانستان د جنګ پرضد فتوا صادره کړې وای


د افغانستان مشرانو جرګه وايي، د تمې خلاف په اندویزیا کې د درې هېوادونو د دیني عالمانو په ناسته کې، په افغانستان کې د جنګ د حرام ګڼلو په اړه فتوا صادره نه شوه.

سره له دې چې د افغانستان مشرانو جرګه په اندونیزیا کې د درې هېوادونو د دیني عالمانو ناسته مهمه او موثره ګڼي، خو وايي، په دغه ناسته کې باید د افغانستان د روان جنګ پر خلاف فتوا صادره شوې وای.

د یکشنبې په ورځ د دغې جرګې د غړو بحثونه تر ډېره، په اندونیزیا کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو پر ناستې متمرکز وو.

د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار د جرګې د نورو غړو نظرونو ته ورته نظر لري او هیله ښيي چې په سعودي عربستان کې د اسلامی هېوادونو د دیني عالمانو په جوړېدونکې ناستې کې د افغانستان د جنګ خلاف فتوا صادره شي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار
د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار

دی وایي:

"کاشکې د فتوا په شکل د درې واړو هېوادونو دیني عالمانو د افغانستان د جنګ او د مسلمانانو ترمنځ د جنګ پر خلاف فتوا صادره کړې وای، خو انتظار د جدې کنفرانس ته کېږي چې هغه کنفرانس ښايي، تر دې لوړ وي او فتوا صادره شي چې د افغانستان د ولس ستونزې حل او سوله راشي."

د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو ناسته د جمعې په ورځ د اندونیزیا د بوګور په ښار کې جوړه شوې وه.

د دغو دیني عالمانو د ناستې په پرېکړه لیک کې په افغانستان کې ځان وژونکې حملې حرامې ګڼل شوي او دا په کې هم راغلي چې له سولې سره مخالفت، له الهي احکامو سره مخالفت دی.

د افغانستان د سولې عالي شورا دغه ناسته مهمه ګڼي.

د دغې شورا مرستیال مولوي عطا الرحمن سلیم د شنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، تمه ده چې دغه ناسته په افغانستان کې ناامني کمه او سوله ټینګه کړي.

د مشرانو جرګې غړي هم په اندونیزیا کې د درې هېوادونو د دینې عالمانو د ناستې هرکلي کوی، خو وايي چې د دغې ناستې ګډون والو باید د افغانستان د جنګ حرام ګڼل ثابت کړي وای.

د دغې جرګې غړې ګلالۍ اکبري وايي:

"باید د نړۍ عالمان ثابته کړي چې جنګ او د افغانستان د مسلمانو خلکو وژل حرام دي او د نړۍ هغه کسان چې چاودنې او ځان وژنې کوي، پوه شي چې د افغانستان جنګ تپل شوی او جبري دی."

دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي، د جنګ او تاوتریخوالي د ختمولو په هدف، د اسلامي نړۍ د دینې عالمانو ناسته به په سعودي عربستان کې جوړه شي.

که څه هم نه تأیید شوي راپورونو ویلي چې دغه ناسته به د روان میلادي کال په جون میاشت کې جوړه شي، خو کره نېټه یې لا روښانه نه ده.

د افغانستان د سولې عالی شورا رئیس کریم خلیلي مخکې له دې ویلي وو چې په اندونیزیا کې د درې هېوادونو د دیني عالمانو ناسته کولای شي چې په جده کې د اسلامی هېوادونو د دیني عالمانو ناستې ته لاره هواره کړي.

رايور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG