د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۰

د سولې شورا: په اندونیزیا کې د عالمانو د غونډې پرېکړې د سولې د پروسې د بریا لپاره مهمې دي


د افغانستان د سولې عالي شورا په اندونیزیا کې د درېیو هېوادونو د دیني عالمانو اعلان شوی پرېکړه لیک د دغه هېواد د سولې د پروسې د بریالیتوب لپاره مهم ګڼي.

دغه شورا هیله څرګندوي چې په اندونیزیا کې د درېیو هېوادونو د دیني عالمانو د غونډې پرېکړې به د افغانستان روانه جګړه راکمه او له سولې او ثبات سره به مرسته وکړي.

د دغې شورا مرستیال مولوي عطاالرحمن سلیم وايي، دغې ناستې په افغانستان کې جګړه ناروا بللې او دا د هغه په وینا، یوه ښه پرېکړه ده چې شوې ده.

ښاغلي سلیم د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان او اندونیزیا د دیني علمانو په خوا کې په لومړي ځل پاکستاني دیني عالمانو هم د افغانستان د جګړې پر ضد او د افغان سولې د پروسې په ملاتړ خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا لومړی ځل دی چې د پاکستان ډېر پیاوړي دیني عالمان د افغانستان د سولې له داعیې ملاتړ کوي، وژنې، سخت دریځي او د ترورېستانو عملونه غندي او په اړه یې کرکه اعلانوي، فکر کوم دا په خپل ذات کې یوه ښه لاس ته راوړنه ده او په ورته وخت کې موږ په افغاسنتان کې د سولې پروسې بریاليتوب ته هیله من کوي."

نوموړی دغه شان وايي، د پاکستان دیني عالمانو د اندونیزیا په ناسته کې وعده ورکړې چې له هغو ډلو سره کوم چې د افغانستان په جګړه کې رول لري، هم خبرې وکړي.

د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمانو د اندونیزیا په اوګور ښار کې د جمعې په ورځ غونډه وکړه.

په دغه غونډه کې یو دولس ماده ییز پرېکړه لیک هم صادر شو چې په هغه کې د افغانستان د دیني عالمانو د شورا د غړي او ویاند مولوي محمد قاسم حلیمي په وینا، د سولې مخالفت له الهي احکامو سره د مخالفت په معنی بلل شوی دی.

په دغه پرېکړه لیک کې په افغانستان کې په جګړه کې له ښکېلو غاړو غوښتل شوي چې له اسلامي احکامو سره سم د سولې مستقیمو خبرو ته حاضر شي.

د درې واړو هېوادونو دیني عالمانو د سولې په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وروستی دریځ تأیید کړی او د افغانستان د ستونزې د حل یوازنۍ لاره یې مذاکرات بللي دي.

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسو علومو استاد ودیر صافی که څه هم په اندونیزیا کې د دیني عالمانو غونډه یو ښه اقدام بولي او وايي چې په کې تفاهم رامنځته شوی، خو وايي، په دغه غونډه کې د افغانستان د جګړې په اړه فتوا نه ده صادره شوې او پاکستاني دیني عالمانو د سولې میز ته د طالبانو د راکاږلو په اړه هم ژمنې نه دي ورکړي.

ودیر صافی
ودیر صافی

دی وایي:

"په خپلې فیصلې کې یې ویلي چې انتحاري حملې د اسلام له دین سره مطابقت نه لري او په عمومي ډول یې ویلي چې موږ په افغانستان کې سوله غواړو، پاکستاني عالمانو باید ویلي وای چې طالبان زموږ شاګردان دي او زموږ په مدرسو کې یې درسونه لوستي او موږ هڅه کوو چې له افغان حکومت سره یې د سولې مېز ته کېنوو، څو سوله ټینګه شي."

تر دې مخکې د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي هم ویلي وو چې په اندونیزیا کې د دیني عالمانو په ناسته کې باید د افغانستان د روانې جګړې په ضد د جګړې د ناروا ګرځولو په اړه فتوا صادره شي چې د نوموړي په وینا، دا به د افغانستان د جګړې له را کمېدو سره مرسته وکړي.

وسله والو طالبانو له دې ناستې سره مخالفت څرګند کړی و او کم ارزښته یې بللې وه.

خو د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس د پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې په اندونیزیا کې د دیني عالمانو غونډه کولای شي چې د افغانستان او پاکستان له سولې او ثبات سره مرسته وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG