د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

کابل له خپلو نړیوالو همکارانو د وروستیو بریدونو د دفاع لپاره همکاري وغوښته


د ننګرهار د پېښې ټپیان
د ننګرهار د پېښې ټپیان

په افغانستان کې د ترورېستي فعالیتونو په زیاتېدو سره د دغه هېواد د ملي امنیت شورا وایي چې د دغو فعالیتونو او بریدونو د دفاع له‎پاره‌يې له خپلو نړیوالو همکارانو څخه د همکاریو غوښتنه کړې او هغوی د همکارۍ ډاډ ورکړی.

دا خبره د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه پرون شپه ازادي راډیو ته وکړه.

هغه وویل چې د ملي امنیت شورا مشرتابه وخت په وخت د ترورېستي فعالیتونو د دفعې لپاره له نړیوالو همکارانو سره بحثونه کړي او د همکاریو په زیاتېدو یې ټینګار کړی دی.

قادر شاه
قادر شاه

نوموړي زیاته کړه:

"د نړیوالې ټولنې له‎خوا د ترورېستانو د فعالیتونو په رابطه د اطلاعاتو پر همغږۍ خبرې شوي دي. د دوی د فعالیتونو د له‎منځه وړلو او دفاع په اړه بحثونه شوي دي. په خاصه توګه له افغان پوځ څخه په هوايي ملاتړ خبرې شوي چې په‎دې رابطه نړیوالو همکارانو افغان لوري ته ډاډ ورکړی دی."​

له افغان پوځ سره د بهرنیو ځواکونو د ژمنو په دوام د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل ویلي چې د افغان ځواکونو ټولې اړتیاوې به څېړي او په اړه به‎یې بېړني اقدامات وکړي.

له افغان پوځ سره د ترورېستانو په ځپلو کې د همکاریو له‎دې ټولو ژمنو سره سره بیا هم وسله‎والو طالبانو د پسرلي له پیله د «الخندق» په نوم عملیات پيل کړي چې تر دې دمه‎یې ګڼې حملې کړې دي.

د طالبانو په لاس د بغلان، فاریاب او بدخشان د یوې یوې ولسوالۍ مؤقتي سقوط او د پلازمېنې کابل په ګډون په نورو ولایتونو کې د ناامنیو اوج، ګڼې اندېښنې راپورته کړې دي.

د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه وايي، پرون یکشنبه د افغان امنیتي چارواکو په غونډه کې چې د ملي امنیت سلاکار یې رهبري کوله، وروستۍ ناامنۍ وڅېړل شوې او په چټکې مبارزې د ټینګار تر څنګ ځینې پرېکړې هم وشوې.

نوموړي زیاته کړه:

"په دې کې د افغانستان عمومي امنیتي او دفاعي حالت وارزول شو. د ترورېستانو فعالیتونه او د دوی د فعالیتونو په رابطه شته اطلاعات وڅېړل شول او همدارنګه د هغوی د دفعې لپاره بحث وشو او لازمې پرېکړې ونیول شوې."

قادرشاه وویل، پرېکړې د پوځیانو په لا انسجام او د ستراتېژيکو اطلاعاتو په همغږۍ تمرکز لري.

  • وبه کتل شي چې له افغان پوځیانو د امریکا او ناټو د ملاتړ تازه ژمنې او د افغان حکومت وروستۍ پرېکړې، څومره د رامنځته شوي حالت په کنټرول کې مرسته کولای شي؟
XS
SM
MD
LG