د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۵۵

مسیر: طالبان د جګړې له لارې بریالي کیدای نه‎شي

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ګڼو نورو مطالبو ترڅنګ پر طالبانو د امریکا د فشارونو د راوړلو په تړاو د امریکا پوځيانو له قوله لیکلي دي.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې لیکلي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن ویلي، طالبان د جګړې له لارې بریالي کیدای نه‎شي او باید د سولې په تړاو د افغان حکومت له وروستي وړاندیز ګټه واخلي.

په مطلب کې راغلي، بولټن په امریکا کې خبریالانو ته ویلي چې دوی پر طالبانو فشارونه دومره زیات کړي چې بیا پر افغانستان د ولکې تينګولو جوګه نه‎شي او نه هم د دې وړتیا ومومي چې پر امریکا بریدونه تنظیم کړي.

په مطلب کې د نوموړي په حواله دا هم راغلي چې باید د افغان ځواکونو وړتیاوې نورې هم لوړې شي او دې برخه کې لا زیات کار ته اړتیا ده.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په‎دې اړه د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندې د قومندان جنرال جوزف ووټل په حواله لیکلي چې د طالبانو د حملو د زیاتېدو سره-سره دغه ډله له پوځي لارې د افغانستان په جګړه کې نه‎شي بریالۍ کېدای.

ورځپاڼه لیکي:

نوموړي تېره ورځ د تاجکستان په پلازمېنه کې دغه خبرې کړي او زیاته کړې یې ده چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف به پر طالبانو پوځي، ډیپلوماټیک او ټولنیز فشارونه زیات کړي، څو دغه ډله د سولې لپاره خبرو ته کیني.

په مطلب کې د نوموړي په حواله هم راغلي چې له طالبانو یې غوښتي د افغان حکومت د سولې وړاندیز ومني.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د امریکا د دفاع د وزیر جېمز مټېس څرګندونې راخېستي چې ویلي، طالبان پوهېږي چې د رأیو له لارې نه‎شي بریالي کېدای نو ځکه یې بمونو او حملو ته زور ورکړی دی.

په مطلب کې راغلي چې د امریکا د دفاع وزیر دغه څرګندونې د کانګرس غړو ته په خطاب کې کړي او ویلي یې دي چې موږ د ډېرو داسو حملو مخه نیولې، خو اوس دوی په نرمو هدفونو بریدونه کوي.

د مطلب لیکوال لیکوال لیکي:

مټېس دا هم ویلي چې هغه افغان ځواکونو چې امریکايي او ناټو ځواکونو روزلي په جګړه کې پر طالبانو لاس بري دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG